په بيت المقدس کي دېوال جوړول بند سول
۱۳۹۴ مهر ۲۸, سهشنبهپه بيت المقدس کي د فلسطينيانو او يهوديانو د سيمو ترمنځ د لنډمهاله دېوال جوړېدل بند سول. د بنيامين نتانياهو په کابينه کي دوو وزيرانو چي په ښی اړخو پوري اړه لري د دې اقدام په اړه اعتراض کړی وو.
د هغوی په خبره څوک حق نه لري چي بيت المقدس چي «د اسرائيلو ځلانده او نه وېشونکې پلازمېنه ده» سره ټوټه کړي. په دې اعتراض سره د دېوال جوړول بند سول.
فلسطينيان ادعا کوي د بيت المقدس ختيځه سيمه چي اسرائيلو په خپلي خاوري پوري تړلې ده، بايد د فلسطين د خپلواک هيواد راتلونکې پلازمېنه وي.
دغه دېوال چي په پلان کي وه د بيت المقدس دوې برخي سره جلا کړي پر يهودي ميشتي سيمي باندي راگرځېد، څو فلسطينيان ونه کولای سي هلته پر يهوديانو باندي ډبري او اورونه وغورځوي.
د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ټينگار کړی دئ چي دغه اقدام امنيتي دی، نه سياسي. د اسرائيلی ورځپاڼي «هاآرتص» د معلوماتو له مخي بنيامين نتانياهو اوس د يوې بلي لاري په لټه کي دی.
څو ورځي وړاندي د بيت المقدس او «معله آدوميم» ښارگوټي ترمنځ واټ باندي سخت زورزياتی وسو. په دغه سيمه کي يهوديان مېشت دي.