په بلخ کي د پښتنو د يووالي ټولنيزه شورا پرانستل سوه
۱۳۸۹ دی ۷, سهشنبهدغه شوراچي په مزارشريف کي جوړه سوې وه د بلخ ولايت د پښتنو کابو ۷۰۰ استازو پکښي ګډون کړی و.
د بلخ ولايت د پښتنو د سمون او يووالي د شورا ريس امير جان ناصري وايي د دغه شورا هدف دا دی تر څو په بلخ ولايت کي قومونه سره غاړه غړی او د پښتنو په وړاندي شته وو مشکلاتو ته د هوارۍ لاره ومندل سي.
« القاعده ، طالب ، د مخدره توکو قاچاق کونکي هغه نومونه دي چي پښتانه يي په تور په دغه ولايت کي د امنيتي ارګانونو لخوا نيول کيږي اويا هم زورول کيږي.»
د دغه شورا غړي هيله مند دي چي دغه شورا به وکولای سي د دوی په وړاندي شته ستونزي هواري اوله حقونو ځخه يې دفاع وکړي د بلخ ولسوالي د پښتنو استازی ځونډي وايي.
« په سيمه کي مو ټولنيزي ستونزي ډيري دي خو دا چي دا يوه رسمي شورا ده او د عدليه وزارت لخوا ثبت اوراجستر سوې نو دې ته يو څه د اميد سترګي سته دي.»
د دغي شوراغړي او ګدون کونکي هم هيله مند دي چي له همدې لاري به وکولای سي له خپلو حقوقونو څخه دفاع وکړي.
د بلخ ولايت د پښتنو د يووالي اوسمون د شورا مشر تابه وايي، د هر ډول تبعيض قومي، سمتي ، مليتي ، مذ هبي ،اوژبني تبعيض سره مبارزه ددغه شورا د اهدافو څخه دي.
هغه وايي شورا بايد د اسلامي جمهوريت د اهدافو پلي کول ، د ټولو ځوانانو لپاره چي د زده کړي څخه بې برخي دي د پوهي اوزده کړي زمينه برابرول ،د شمال ولايتنو د قومونو ترمينځ د ورورولۍ د فضا رامينځ ته کولو دپاره گړندي گامونه پورته کړي.
د شورا ريس امير جان ناصري زياتوي دغه شورا اوس مهال د بلخ ولايت څخه خپل فعاليت پيل کړی او هڅه به وسي ترځو ټول شمال ته خپل فعاليت وغزوي.
د هيواد د اساسي قانون د ۳۵ مادې او د ټولنيزو سازما نونو د دوهمي مادې په اساس داسي شوراګاني په افغانستان کي د فعاليت حق لري.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل