«په بلخ کي د پارلمان يو غړی له بريده روغ رمټ وتلی»
۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبهد آلمان خبري آژانس د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر احمد دراني له قوله لیکلي دي چې «تحقیقاتي هیئت په خلم ولسوالۍ کې دی، څو نور جزئیات تر لاسه کړي.»
د بلخ د ولایتي شورا غړي ډاکټر محمد افضل هدید، چې په خلم ولسوالۍ کې دی ویلي دي: «د پارلمان غړی اسد الله شریفي، د برید هدف وو.»
هغه بیا ویلي دي چې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او۱۴ نور ټپیان دي، خو د پارلمان وکیل روغ رمټ دی.
لا تر اوسه د دغه پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.
په بلخ ولايت کې د افغانستان د پارلمان پر يوه غړي باندي په داسي حال کې چاودنه کیږي چې تير ماښام په کابل کي پر امريکايي پوهنتون باندي په چاودنه او وسله وال يرغل کې د زده کوونکو په گډون ۱۳ کسان وژل شوي.
د دغي پيښي مسئوليت هم تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستی نه دی. د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې په اړه ئې پلټني کوي.