په بلخ ولايت کي د دولتي باغونو د بيا را ژوندي کولو هڅي
۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبهد بلخ ولايت د کرهڼي اومالدارۍ د ادارې ريس کاتب شمس وايي چي، دغي ادارې د بلخ ولايت د اتو ولسواليو په ۲۲۰ جريبه ځمکه کي تر يو مليون زيات ميوه لرونکي اوغير ميوه لرونکي نيالګي روزلي او د روا ن کا ل تر پايه به يې ددغه ولايت اوسيدونکوته ور وويشي.
« زموږ يو هدف دادی چي هم هغه دولتي باغونه چي د تيرو جنګ جګړ له کبله له مينځه تللي بيرته راژوندي کړو اوهم خلکو ته د نيالګيو په ورکولوسره د سيمي د سمسورتيا په برخه کي څه کاروکړو.»
نوموړي زياتوی ، د نيالګيو کرلو هغه کمپاين چي له يوې مياشتي راهيسي پيل سوي دغه اداره په پام کي لري چي د مزارشريف ښار په واټونو کي زرګونه ډول ډول نيالګي کښينوي.
له بلي خوا د بلخ ولايت والي عطامحمد نور، په داسي حال کي چي د نيالګيو کښېنول ددغه ولايت د چاپير يال د ښه والي په برخه کي ګټه ورګام بولي له خلکو څخه هم په دې برخه کي د پاملرني غوښتونکی دی.
« زه له ټولو خلکو ، ښځو، نارينه وو او ګرانو ځوانانو څخه غوښتنه کوم ترڅو دغه فرهنګ ته د ارزښت په ورکولو سره هڅه وکړي د هر کورغړی ، په خپل کور، سيمه يا هم کوڅه کي يو يو نيالګی کښېنوي.»
په داسي حال کي چي په مزارشريف کي د نيالګيو کښېنولو کامپاين پر مخ روان دی خو يو شمير مزارښاريان بيا ددغو نيالګيو د ساتني او روزني په برخه کي د مزارښاروالي او د چاپير يال ساتني اداره په بې کفايتۍ تورن وي ، د مزارشريف د بابه ياد ګار اوسيدونکي عبدالجبار وايي:
« مزار ښاروالي او ياهم د چاپيريال ساتني ادارې خو په خپله د چاپير يال د ښه والي او سمسورتيا په برخه کي کوم کارندی کړی. دموره هم نه کوي چي د کښېنول سوو نيالګيو ساتنه وکړي ،هر کال نيالګي کښېنول سي خو تر لږ ځنډ وروسته يې بيا اسارهم نه تر ستر ګو کيږي.»
که څه هم د هوا د ککړتيا د مخنيوي او د سيمي د سمسورتيا په برخه کي د نيالګيو کښېنول له مهمو کارونو څخه شمير ل کيږي ، خو لکه څنګه چي لازمه ده تراوسه هم د سمسورتيا په برخه کي ترسره سوي کارونه چنداني د خلکو د رضايت وړندي ګرځېدلي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل