1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کي د واده خوشحالي په غم لړل سوې

۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبه

د بغلان والي وايي چي په يوه واده کي د وسله والي شخړي پرمهال ۲۱ کسان وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان سوي دي. پيښه د يکشنبې په ورځ ناوخته په اندراب ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1G51p
انځور: DW

د بغلان والي جاويد بشرات رسنيو ته ويلي دي چي د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کي تر ۲۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

وژل سوي کسان ټول د واده مېلمنانه ول او عمرونه ئې له ۱۴ څخه ۶۰ کلونو پوري ښوول سوي دي. دا چي په وژل سوو کسانو کي ښځي هم شاملي دي که نه تر اوسه پوري ئې په اړه معلومات نه سته.

د اندراب ولسوالۍ د پوليسو مشر گلستان، ويلي دي چي دغه دوې ډلي له کلونو راهيسي دښمنۍ لري.

گلستان ويلي دي: «اور هغه مهال بل سو چي د واده د خوشاليو په فيرونو کي د دغي ولسوالۍ د پوليسو يو دوست ووژل سو.»

د هغه په خبره په هغه کور کي چي د کلي د ملا د زوی واده وو، نزدې ۴۰۰ مېلمانه راټول سوي ول.

گلستان زياته کړې ده: «کله چي موږ د مړو جسدونه راټولول په دې هيڅ پو نه سو چي چا پر چا باندي يرغل کړی، ځکه موږ هيڅ وسله ونه مونده.»

د بغلان د پوليسو وياند سلطان محمد عبادي ويلي دي چي د پيښي د څېړني له پاره ئې سيمي ته يو هيئت لېږلی دئ.

په افغانستان کي د داسي کسانو چي زور او وسلې لري په ودونو کي د خوشاليو فيرونه کول ډېر عادي کار دئ. او که ئې پر مهال ورگ ژوبله هم رامنځ ته سې هيڅوک چا ته مسئوليت نه لري.