په بریتانیا کې د مسلمانانو ضد لیکونه ویشل شوي
۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبهد نا څرګنده کسانو له خوا په ویشل شویو دې لیکونو کې د اپریل ۳ نیټه یو مسلمان ته د زیان رسونې ورځ ټاکل شوې. په دې لیک کې ویل شوي دي چې د یوه مسجد د سوځولو له پاره پوينټونه یا نومرې، پر یو مسلمان د تیزاب شیندلو سره توپير لري، یا په بل عبارت هر څومره چې د زیان رسنوې کچه لوړه وي ډیري نومرې ورکول کیږي.
په لیک کې د پوينټونو د دې سیستم له مخې یو مسلمان ته د لفظي زیان رسونې یا ښکنځلو له پاره ۱۰ پوینټونه او یا د کومې مسلمانې ښځې د څادر د کشولو یا څیرلو په بدل کې نوموړي کس ته ۲۵ نومرې ورکول کیږي.
تر ټولو ډیر پونټونه د مسلمانانو پر مقدس مقام مکې معظمې د برید له پاره ټاکل شوي دي چې د دې عمل له ترسره کونکي سره د ۲۵۰۰ پونټونو د ورکړې ژمنه شوې ده. په لیک کې دا نه دي ویل شوي چې د دا ډول اعمالو ترسره کونکی به د دغو پونټونو په بدل کې څه ډول انعام ترلاسه کوي.
پر سپین کاغذ لیکل شوي، دا ډول لیکنې د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د خلکو په کورنو کې غورځول شوي دي. په دې کې د بریتانيا ختیځه برخه هم شامله ده، چیري چې د مسلمانانو شمیر ډیر زیات دی. دا لیکونه یا پاڼې زیاتره په هغو سیمو کې ویشل شوي دي چې د مسلمانانو شمیر په کې زیات دی.
دغه خطونه په داسې یو وخت کې ویشل کیږي چې په اروپا او بریتانیا کې د مسلمانانو ضد حرکتونه او نظریات په مخ کې پر ډیریدونکي ډول زیات شوي دي. د بریتانیا د سیمه ایزو رسنیو په حواله د دغو لیکونو تر خپریدو وروسته په مسلمانانو کې یو ډول ویره پیدا شوی ده او ډیرې مسلمانې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اندیښمن دي.
د لندن د پولیسو په حواله دوی بریتانیوي اتباعو ته له احتیاط څخه د کار اخیستنې سپارښتنه کړې او د ترهګرۍ ضد پولیسو په دې اړه څیړنې پیل کړي دي. خو تر اوسه پورې په دې اړوند هیڅ څوک نه دي نیول شوي.
په همدې منځ کې د بریتانيا د پارلمان دوو مسلمانو استازو ته هم شکمن پوستونه استول شوي دي، چې وروسته پولیسو په دې اړه هم څیړنې او تحقیقات پیل کړي دي.