په بروکسل کې له مهاجرو سره خواخوږي
د بروکسل د اورګاډو په شمالي تمځای کې ځایي خلکو د مهاجرو پر وړاندي د حکومت د اقداماتو په غبرگون کې له مهاجرو سره خواخوږۍ ته راوتلي دي. نور انځورونه دلته کتلی شئ.
میرویس، افغان دی او له تیرو څلورو کلونو راهیسې يې د دوسیې په هکله کومه پریکړه نه ده شوې. هغه وایي چې په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی او بیرته تلل نه غواړي. میرویس اندیښمن دی چې ښایي اخراج شي.
د لیبیا یو مهاجر سمي، وایي چې د بیلجیم حکومت دې پرې رحم وکړي، نو پخپله خوښه به له بیلجیمه بریتانيا ته ولاړ شي.
که څه هم د لیبیا دغه دوه مهاجر د خپلې راتلونکي په هکله اندیښمن دي، خو بیا د کمرې پر وړاندې یې بیا پر شونډو مسکا ده.
دغه لاریون ته مظاهره کوونکي هم راوستل شوي ول، څو له بشر او اړمنو کسانو سره مرسته زده کړي.
د مهاجرو پر وړاندي د اقداماتو په ترڅ کې شا او خوا ۶۰۰ مهاجر د دغه تمځای له شا او خوا سیمو څخه نیول کیږي. زیاتره دغه کډوال له سوریې، عراق، لیبیا، سوډان او افغانستان سره تړاو لري.
بیلجیمي وګړو غوښتنه وکړه چې مجبوره او له جګړو ستړي شوو مهاجرو ته دې خوندیتوب ورکړل شي او د پولیسو د اقدامات په واسطه دې د هغوی سپکاوی نه کیږي.
له تیر یوه کال راهیسې د بیلجیم د کورنیو چارو وزیر جان جمبو او د کډوالۍ او مهاجرت د چارو ادارې مشر فرانکن د دغه پناه غوښتونکو پر وړاندې د اقداماتو غوښتونکي وو. اوس د اړونده ناحیې او مرکزي حکومت تر منځ د توافق د ترسره کیدو وروسته پولیسو د کډوالو پر وړاندې پر اقداماتو پیل کړی دی.
په دغه لاریون کې په سلونو کسانو له خپلو ماشومانو سره ګډون کړی وو. ډیر شمیر زده کوونکو هم په دغه لاریون کې برخه اخیستې وه.