په برلین کي د وړانگو فیستیوال
ځیني یو پیغام لري او ځیني بیا یو بشپړ تاریخ بیانوي. د برلین د وړانگو په فیستیوال کي څه د پاسه ۴۰ تاریخي ځایونه په رنگه وړانگو روښانه سوي. بې رنگه ډبریني ودانۍ یووار بیا خپله بڼه بدلوي.
راتلونکي ته نظر اچول
دغه فیستیوال د ۱۳ ځل «راتلونکي ته د نظر اچول» تر شعار لاندي پيل سوی دی. د برلین پر ستري کلیسا باندی د 3D ویدیويي تصویر په مرسته، د راتلونکي تصور داسي ښکاري. له پنځو هیوادونو څخه راغلی هنرمندان لا د اکتوبر تر پنځلسمی پوري پرې کار کوي.
دا ډول به پر حق وي
د برلین پر «بیبل پلاتڅ» چي «کوموده» هم ورته ویل کیږي، د هامبولټ د پوهنتون د حقوقو پوهنځي او ورسره ټول میدان په ښایسته او رنگه وړانگو روښانه سوی دی.
د وخت پیره داران
سږکال هم هغوی لیدل کیږي. دغه پیره داران چي د هنرمند مانفرید لاس ته راوړنه ده، د برلین په «الکساندر پلاتڅ» کي د تلویزیون د لوړ برج مخي ته ولاړ دي. په دې ډول مانفرید غواړي چي داسي یو هنر رامنځته کړي چي تلپاتی، خپلواک او د هر وخت سره مناسب وي.
د یوه ښار څېره
دلته باید د مارلینه دیتریش تصویر ولیدل سي. د فلم دغه ملکه په ۱۹۰۱م کال کي د برلین په «شیونه بیرگ» کي زیږیدلې ده. ددغه ډول موضوعگانو ترڅنگ، هنرمندان هڅه کوي چي د چاپیریال ساتني په اړه موضوعگاني هم رابرسیره کړي.
ښُکل می کړه!
په اول وار د «بیلیوو» ماڼۍ دیواالونه هم په رنگه وړانگو تزیین سوي دي. د نړۍ له ټولو هنرمندانو څخه غوښتنه سوې وه چی د دیموکراسۍ په اړه خپل خیال او تصور ته د عمل جامه ورواغوندي.
پرته له وړانگو هم ښایسته
په ۲۰۱۶ کال کي د رنگه وړانگو نوموړي فیستیوال، څه د پاسه ۲ اشاریه ۲۵ میلیونه سیلانیان ځانته راجذب کړي وه. آیا سږکال به هم د هغو شمیر همدومره وي؟ د سیلانیانو له پاره تر ټولو زړه راکښونکی ځای، طبعاً «براندنبورگر تور» یا د براندنبورگ دروازه ده.