1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کريسمس بازار احتمالي يرغلگر «افغان يا پاکستانی دی»

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د راپورونو له مخي هغه لارۍ چلوونکی چي په برلين کي ئې د کريسمس پر بازار خپل موټر ورځغلولی او سخته مرگ ژوبله ئې اړولې يو افغان يا پاکستانی مهاجر دئ.

https://p.dw.com/p/2UZqD
Deutschland Anschlag mit LKW auf Weihnachtsmarkt in Berlin
انځور: Reuters/P. Kopczynski

د دوشنبې په ورځ ماښام يوه مشکوک کس په برلين کي په کريسمس بازار خپل لارۍ موټر ور ځغلولی ۱۲ انسانان ئې وژلي او ۴۸ نور سخت ټپيان کړي دي. لارۍ چلونکی بيا وروسته نيول سوی دئ.

د برلين پوليسو د سه شنبې په ورځ سهار وختي اعلان کړی دئ «زموږ څېړني دا ښيي چي دغه موټر په عمدي توگه د کريسمس په بازار کي پر خلو باندي ورځغلول سوی دئ. ويل سوي دي چي په دغه لارۍ موټر کي يو کس مړ موندل سوی دئ چي د موټر وان بغل ته ناست وو. پوليس په دې باور دي چي دغه يرغل به احتمالا يو تروريستي بريد وي.

د جرمني د مامورينو په خبره دغه کس د روان کال په فبروري مياشت کي د بالکان مسير له لاري د مهاجر په توگه ځان جرمني ته رسولی دئ. دغه کس د برلين د مهاجرو په يوه کمپ کي هم پاته سوی دئ. د دغه مشکوک کس پيژندل ژر ځکه ستونزمن سوي چي هغه د ځان له پاره څو نومونه کارولي دي.

د لارۍ موټر چلونکي مليت تر اوسه پوري په رسمي ډول نه دی اعلان سوی، خو آلمانۍ ورځپاڼو «دي ويلت» او «بيلد» او د آلمان خبري آژانس «دي پي آې» د امنيتي سرچينو په حواله ويلي دي چي نيول سوی کس د افغانستان يا پاکستان يو مهاجر دئ. د دغو راپورونو له مخي نيول سوی کس د روان کال په فبروري مياشت کي جرمني ته راغلی.

خو د «ار بي بي انفو» راډيو د راپور له مخي دغه کس پاکستانی دئ چي د ۲۰۱۵م کال په دسمبر مياشت کي جرمني ته راغلی دئ.

په دغه لارۍ موټر کي چي د پولنډ لمبر پليټ لري د فولادو پايپونه بار ول. هغه کس چي د موټر چلونکي سره په څنگ چوکۍ کي وژل سوی دئ، ويل کيږي چي پولنډی دئ.

په پولنډ کي د لاريو يوه شرکت رسنيو ته ويلي دي چي موتر د دوی وو او د دغه شرکت د مالک د کاکا زوی هم په موټر کي وو. شرکت ويلي دي چي هيڅ امکان نه لري چي د دوی کس يعنی د کاکا زوی دي ئې يرغل کړی وي.

د جرمني د يو تلويزيوني چينل د معلوماتو له مخي دغه لارۍ موټر له ايټاليا څخه پولنډ ته روان وو. د لارۍ موټر شرکت ويلي دي چي د دوشنبې ورځي له ۴ بجو څخه ئې له موټروان سره اړيکه پرې سوې وه.

د جرمني د صدراعظمي انگلا ميرکل وياند شتيفن زايبرت ويلي دي چي مېرمن ميرکل د کورنيو چارو له وزير او برلين له ښاروال سره په تماس کي ده. هغه د تويتر له لاري ليکلي دي «موږ د وژل سوو کسانو په خاطر په ماتم کي يو او هيله لرو چي له ټپيانو سره مرسته وکولای سو.»

د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير له برلين سره د فدرالي پوليسو د مرستي ږغ کړی. هغه ويلي دي: «زه په برلين کي د کريسمس په بازار کي له وحشتناکي پېښي خبر سوم.» هغه زياته کړې ده: «زه اوس په پېښه کي د قربانيانو او ټپيانو د کورنيو په اړه فکر کوم.»