په برازيل کي له يوه بانکه د غلا تونل
په برازیل کې یوې ډلې په ډیر منظم ډول سره یوه بانک تونل کیندلی. دغو کسانو غوښتل چې له دغه بانکه په سونو زره ډالر غلا کړي. انځورونه ئې دلته کتلای سئ.
۶۰۰ متره کیندنه
د رپوټونو له مخې دغي جنایت کاري ډلې يوه بانک ته د رسېدو له پاره شپږ سوه متره اوږد تونل کیندلی دی. خو مخکې له دې چې د تونل سر بانک ته راووځي، پولیس پرې خبر شوي دي.
د کرایې کور
د دغه تونل اصلي خوله په یوه کرايي کور کې وه. د پولیسو په ونیا ۱۶کسانو د دغه تونل د جوړولو له پاره پانګونه کړې وه.
په ډیر منظم ډول د تونل جوړول
دغه تونل ته د ننوتو له پاره تر دوه متره ژوروالي پوري یوه زینه لګول شوې وه. تونل دننه یو نیم متر لوړوالی درلود او دا چې را ونه لویږي، نو د اوسپنې له سیخانو او لرګیو څخه استفاده شوې وه. د تونل دننه آن د رڼا له پاره څراغان هم ول.
د هر شی موجودیت
تونل چې د کرای له کوم کور څخه پیلیدی، هلته د خوړو، اوبو، ځانګړو کالیو او د کیندنې هر ډول ابزار موجود ول. دغې ډلې څلور میاشتي د کیندنې چارې پر مخ وړلې.
غله ونیول شوه
پولیسو اوس د دغې ډلې کسان نیولي دي او د محکمې د وینا له مخې د دوسیې د اوریدلو پر مهال به هم د پولیسو په قید کې وي.