1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدلمنۍ کې د غير دولتي موسسو لاس درلودل

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د بريتانيې د اکسفام غيردولتي سازمان ښايي نه يوازې په هايتي کې په فحشا کې لاس درلودلی وي، بلکې په چاد کې هم. داسې ويل کيږي چې د اکسفام کارکوونکو په جنوبي سوډان کې په ښځو باندې جنسي تېری هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/2sqkA
Haiti Hilfe durch Oxfam
انځور: picture-alliance/dpa/Oxfam/F. Afonso

د اکسفام افتضاح د جنسي پېښو او رسوايۍ يوازنی مورد نه دی چې د بين المللي مرستو ډګر يې لړزولی دی. په آلمان کې د ټولنيزو مسايلو د انستيتوت اجرائيوي مشر، بورکهارد ويلده، له دويچه ويله سره په مرکه کې په دې هکله وويل چې د مرستندويو ټولنو کارکوونکو او نورو همکارانو په وار وار له خلکو څخه په جنسي سو استفادو کې لاس لرلی دی. د دې له پاره چې په سيمه کې له اړوندو ښځو سره مرسته وشي، په آلمان کې د «مېديکا موندياله» په نوم د ښځو د حقونو ټولنې په بوسنيا کې له ښځو څخه ملاتړ کوي. په کولن کې مېشته دغه غير دولتي ټولنه تر نن ورځې پورې هم د جګړو او کړکېچونو په سيمو کې له نجونو او مېرمنو سره مرستې کوي. آرا شتيلاو، چې د نړيوالو پروګرامونو مشره ده، وايي: «د پرمختيايي همکارۍ او بېړنيو مرستو په ډګر کې معلومه ده چې دغسې پېښې تل صورت نيسي.»

يوه بله تازه بېلګه د بې سرحده ډاکترانو ټولنه ده چې په تېر کال کې يې په خپلو ليکو کې د جنسي ځورونې او سو استفادې ۲۴ موارد ثبت او خپاره کړي دي. د نړيوالې ژغورنې په نوم کميټې يا «آی ار سي» اعتراف کوي چې د کانګو په دموکراتيک جمهوريت کې د جنسي سو استفادې درې موارد پېښ شوي دي.

په بالکان کې د بدلمنۍ ځای

په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې د يوګوسلاويا د جنګونو په وخت هم، جنسي ځورونې او ناوړه استفادې شوې دي. د بالکان په دغو ناکراريو کې هم د نړيوالو مرستندويانو له خوا له نجونو او مېرمنو څخه جنسي سو استفاده شوې ده. داسې ويل کيږي چې د ملګرو ملتونو شين خولو عسکرو او د بشري مرستو کارکوونکو هم تل په بدلمنۍ کې لاس درلودلی وو. خو دا څنګه کېدای شي چې مرستندويان له خپل قدرت څخه داسې ناوړه ګټه واخلي؟ يوه خبره معلومه ده. هغه دا چې په يوه کړکېچنه سيمه کې د مرستې ماموريت يو استثنايي حالت دی. تر ټولو ښه خبره دا ده چې مرستندويان خپل مسووليت درک کړي او تل د روان پېژندنې له اړخه ورسره مرسته هم وشي. خو طبيعي خبره دا ده چې د مرستندويانو او اړمنو خلکو تر منځ د قدرت او صلاحيتونو تفاوت هم ډېر دی. مېرمن شتيلاو په دې هکله وايي: «خلک غواړي چې ژوندي پاته شي. اکثراً د دولت له خوا ټولنيزې مرستې ورسره نه کيږي، د کړکېچونو او جنګونو له کبله فاميلي ټولنيز جوړښتونه هم له منځه تللي يا کمزوري شوي وي، له دې کبله ښځې پيسو ته اړتيا لري. د هغوی بې چارګي دومره ډېره وي چې د پيسو، خوراکي موادو او خدماتو په بدل کې جنسي اړيکې عرضه کوي. دغسې اقتصادي بې وزلي ښځې دې ته مجبوروي.»

د دغسې مرستندويو ټولنو باورتيا او د ويسا کچه هم کېدای شي د دغسې پېښو له کبله راټيټه شي. د مرستو په نړۍ کې دغه اعتماد ډېر اهميت لري. غير دولتي ټولنې بسپنو ته سترګې په لار وي. خو بسپنه ورکوونکي هم غواړي پوه شي چې آيا پيسې يې په سمه توګه مصرفيږي يا دا چې په ناوړه اعمالو لګول کيږي.

 

پر ورته موضوع زموږ د آرشيف څخه انځوريز راپور (13.02.2017):