1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کې د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعه

په بدخشان ولایت کې د شنبې په ورځ د ځکمې ښویدنې په پایله کې د وژل شوو کسانو په هکله ضد او نقیص معلومات ورکول کیږي. ملگري ملتونه د وژل شوو کسانو شمیر ۳۵۰ تنه ښيي خو د بدخشان د امنیې قوماندان بیا دغه شمیر ۱۱۰ تنه یادوي.

https://p.dw.com/p/1Bsw9
انځور: Reuters

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر ویلي دي چې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې په پیښه کې د ۳۵۰ کسانو وژل تائید شوي دي او د نورو لادرکه سلگونو کسانو د وژل کیدو انديښنه هم شته. خو د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان فضل الدین عیار، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې دوی د ۱۱۰ تنو جسدونه موندلي دي. د آلمان خبري آژانس بیا د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰۰ تنو ښوولی دی. د ژغورنې ډلې د لادرکه شوو کسانو په لټه کې دي.

د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت په ارگو ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې بشپړ کلي له منځه تللي دي. ځایي خلک د بیلونو په واسطه د کنډوالو لاندې شوو خلکو د لټون په هڅه کې دي. د اب باریک او اب خشک کلي ځمکې ښویدنې لاندې کړي دي.

ملگرو ملتونو په دغه پیښه کې د ۳۵۰ کسانو وژل تائید کړي دي او ولایتي چارواکي وایي چې له دغه پیښې څخه د ۲۰ ساعتونو د تیریدو وروسته هم شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لادرکه دي. د ورکړل شوو رپوټونو په حواله د ژغورنې ډلې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د می میاشتې ۳مه) د پیښې ځای ته رسیدلي دي.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې ۲۵۰۰ خلک لادرکه دي. هغه د جمعې په ورځ ناوخته له نوموړي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «زموږ لومړنۍ څیړنې چې د ځایي خلکو د معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي ښیي، چې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۵۰۰ تنه لادرکه دي او ښایي مړه شوي وي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دا ستونزمن کار دی چې د پیښې له ځای څخه دې تائید شوي معلومات تر لاسه کړي. د هغه په وینا دوی د دقیقو موندونو په لټه کې دي.

د چارواکو په وینا د یوه ساعت په توپیر سره د ځمکې ښویدنې دوې پېښې رامنځ ته شوي دي. کله چې خلک د لومړنې پیښې له قربانیانو سره د مرستې له پاره نوموړي کلې ته ورغلل نو ځمکې ښویدنې لاندې کړل.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر ویلي دي «چې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.» د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې په شمال کې د ناټو ځواکونو قومانداني، د ژغورنې د عملیاتو په تړاو د افغان ملي اردو سره په تماس کې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي د نوموړې پیښې په اړه خپله ژوره خواشیني ښوولې ده او د لادرکه شوو کسانو د موندلو له پاره یې د بیړنیو گامونو د اخیستو امر کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دغه پیښه «د یوې ناوړې تراژیدۍ» په توگه عنوان کړې ده.

د بدخشان ځایي چارواکي وایي چې د ارگو په ولسوالې کې د څو ورځو ورښتونو وروسته دغه طبعي ناورین رامنځ ته شو. د چارواکو په حواله د ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کورونه ځمکې ښویدنې لاندې کړي دي.

د افغانستان د طبعي آفاتو سره د مبارزې ادارې ولایتي مشر عبدالله همایون دهقان، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یو ناورین دی. ځمکې ښویدنې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ اغیزمنې کړي دي. شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ لادرکه دي، چې د خلکو شمیر یې ۲۰۰۰ تنو ته رسیږي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ ژغورل شوي دي او هغوی ته یې لومړني اړین ضروري شیان لکه خیمې او کمبلې وراستولي دي.

ملگري ملتونه د مرستو د همغږي کولو هڅې کوي، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړی دی چې دغه سیمې ته پر تلونکو سړکونو ښایي درنې موټرې سفر و نه کړای شي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارک باوډن، ویلي دي چې په هره شیبه کې تر ټولو اولنی لومړیتوب له خرابیو د ممکنه ژوندي پاتې شوو کسانو ژغورل دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب