په باغ بابر کې «د سولې له پاره انځوريز» نندارتون
د اساسي حقوقو د څارنې موسسې د کابل په باغ بابر کې د «سولې له پاره د انځورونو» نندارتون جوړ کړی. په دغه نندارتون کي د ټول افغانستان په سونو انځورونه نندارې ته وړاندي شوي دي.
دغه نندارتون د درو ورځو له پاره جوړ شوی او د ټولو خلکو پر مخ پرانیستی دی.
زیاتره انځورونه په افغانستان کې د لیدو وړ ځایونه ښيي او په هغه کې د ماشومانو او ښځو خوښۍ هم تر سترگو کیږي.
د دغو انځورونو د عکاسانو درې تنه گټونکي شول او جایزې یې تر لاسه کړې.
دغو درو عکاسانو بیلا بیلې سوژې غوره کړې وې چې د افغانانو د خوشحالۍ شیبې پکښې انځور شوې وې.
د دغه نندارتون، ننداره کوونکو وویل چې په اول وار یې داسې انځورونه ولیدل چې پکښې د افغانستان ښایست نندارې ته وړاندي شوی، او د خلکو د خوښۍ شیبې يې منعکسې کړې.
په يوه انځور کې ماشومان ښوول شوي دي چې د یوه غره په لمن کې سبق وايي.
عکسانو وویل چې دغه انځورونه ښيي چي د افغانستان خلک د پرمختگ او ترقۍ غوښتونکي دي.
د کابل په بابر باغ کې د سولې له پاره د انځورونو نندارتون.
په کابل کې وخت ناوخته بیلا بیل نندارتونونه جوړیږي.
د سولې له پاره د انځورونو د نندارتون یوه بله برخه.