1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کي په زرگونو خلکو د ناټو پر پوځي اډې حجوم وروړی

۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبه

دا کار وروسته تر هغه تر سره سو چي د خلکو په خبره ناټو ځواکونو یو افغان پوليس په ډزو وواژه.

https://p.dw.com/p/OvMY
د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د پيښي څخه خبر دی خو نور معلومات نه لري.
د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د پيښي څخه خبر دی خو نور معلومات نه لري.انځور: AP

د هغوي په خبره ددې کار وجه داوه چي بهرنيو ځواکونو يو افغان عسکر په ‌ډزو وژلي.

پېښه د بادغيس والي دلبرجان ارمان آلمان ږغ راډيو ته په تليفون سره تائيد کړې او زياته کړې يې ده چي « د پوليسويوعسکر د پي ارټي له خوا د روزني پر مهال پر خپلوروزونکو ډزي وکړي درې تنه اسپانوي سرتيري يې ټپيان کړه چي بياهغه کس دپي ارټي دعسکروله خواووژل سو.

د والي په خبره «تر پيښي سمدستي وروسته شاوخوا زرتنو په مظاهره لاس پوري کړی چي لاهم جريان لري ګمان کيږي چي پروګرام کي به يي طالبان لاس ولري»

پيښه د چهارشنبې په سهار پيل او ددغه راپورتربشپړيدو يې جريان لاره لاريون کونکي د ګڼه خلکو د مرګ ژوبلي ادعا کوي.

والي د مظاهرې پړه پر طالبانو اچولي خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا دوهم ځل دي چي په بادغيس ولايت کي د افغان سرتيرو لخوا پر خپلو بهرنيو روزنکو باندي ډزي کيږي.

لومړي يي تيرکال په بالامرغاب ولسوالي کي وه چي يو امريکايي سرتيری پکښي ووژل سو او دوه ايټاليايي عسکر پکښي زخمي سوي ول.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل