په ايتوپيا کې چاودنې لږ تر لږه ۸۳ تنه ټپيان کړل
۱۳۹۷ تیر ۲, شنبهد ايتوپيا صدراعظم، ابيې احمد، چې د پلازمېنې اديس ابېبا په تر ټولو لوی ميدان کې تر چاودنې مخکې يې وينا کړې وه، د دولتي رسنيو په حواله له پېښې روغ رمټ وتلی دی. د عاملينو په توګه دغه حکومتي مشر هغه ځواکونه ياد کړل چې د اتيوپيا د اتفاق او يووالي پر ضد دريځ لري. د پېښې اصلي جزيات لومړی معلوم نه ول. داسې ښايي چې ناڅرګندو کسانو به د انسانانو ديوې ډلې منځ ته لاسي بمونه وراچولي وي.
د پرانيستوالي د سياست پر ضد کړنه
ښاغلی احمد، چې د مارچ مياشتې د پای راهيسې د اتيوپيا لومړنی صدراعظم دی ، په اورومو قوم پورې اړه لري او د اتيوپيا د پرانيستلو له پاره کار کوي. دغه هېواد په لسيزو ليسزو مطلق العنان او مستبده مشرتابه لرلې ده. نوموړي په دې وروستيو کې هغسې تلويزيوني چېنلونو او انترنېټي صفحو ته د بيا فعاليت اجازه ورکړه چې تر مخه تړل شوي ول. سربېره پر دې يې ډېر شمېر سياسي بنديان آزاد کړي دي. په داسې حال کې چې په تېره ځوانان د پرانيستوالي سياست ته هر کلی وايي، او د جمعې په ورځ د «ګينبوت ۷» په نوم يوې ياغي ډلې هم د خپلې وسلوالې مبارزې د ختمولو اعلان کړی و، خو د پخواني رژيم د اصلي لوبغاړو تر منځ مقاومت په زياتېدو دی . د هغوی اکثريت د اتيوپيا د شمال څخه د «تيګرای» په نوم په ډېرکي قوم پورې تعلق لري.
د ګاونډي هېواد سره د پخلاينې سياست
له ګاونډي هېواد اريتريا سره د پخلاينې پر بهير باندې تر ټولو زياتې نيوکې کيږي. صدراعظم احمد اعلان کړی دی چې د تميز د يوې نړيوالې محکمې او کميسيون له خوا د ۲۰۰۲ کال حکم ته به غاړه کښېږدي چې له مخې يې بايد اتيوپيا د بادمې په نوم ښار او چاپېره پرته سيمه اريتريا ته وسپاري. د اريتريا واکمن، ايساياس افېوېرکي، وويل چې د خبرو له پاره به د خپلو مرکچيانو يو هئيت اتيوپيا ته ولېږي څو د دقيقو ګامونو په هکله خبرې وشي. د اتيوپيا پر پخواني حکومت باندې له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو تورونه پورې شوي ول. پخوانی صدراعظم، هايلې مريم دېسالېګن، د دغو فشارونو له کبله او له کابو درو کلنو پراخو احتجاجونو وروسته استعفا ورکړه.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):