1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اوکراين کي۳۰۰ انسانان وژل سوي دي»

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه

په نړیواله کچه داسې انگیرل کیږي چې د اوکراین په ختیځ کې اوربند یوازي یو تصور پاته شوی دی، او د اوکراین په ختیځ لوگانسک او دنيڅک، کې به ټاکنې پر اور باندي تېل پاشل وي.

https://p.dw.com/p/1DfTA
انځور: Reuters//Nikolai Ryabchenko

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د اوکراین په ختیځ کې په تیرو لسو ورځو کې تر ۳۰۰ زیات انسانان وژل شوي دي. په نیویارک کې ملگرو ملتونو ویلي دي چې په دې ترتیب د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د دغه کړکېچ له پیلیدو راهیسې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۰۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.

په اصل کې د روان میلادي کال له سپتمبر میاشتي راهیسې د اوکراین د امنیتي ځواکونو او د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر منځ د دنيڅک او لوگانسک په سیمو کې یو اوربند اعلان شوی دی. په دغو سیمو کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په اصطلاح «ولسي جمهوریت» اعلان کړی دی.

په دغه مرگ ژوبله کې هغه ۲۹۸ تنه هم شامل دي، چې په جون مياشت کي د اوکراین په ختیځ کې د یوې مالیزیایي مسافر وړونکې الوتکې MH17 د رالوېدو په پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د دغه کړکیچ له کبله د دنيڅک او لوگانسک په سیمو کې ۹۳۰۰۰۰ انسانان د خپلو کورونو پریښوولو ته اړ شوي دي. دغه رپوټ زیاتوي چې له دې جملې څخه شا او خوا ۴۹۰۰۰۰ انسانان په نورو هیوادونو کې د یوې سر پنا په لټه کې دي چې زیاترو یې د گاونډي هیواد روسیې پر لور مخه کړې ده.

د ملگرو ملتونو رپوټ په دغه سیمه کې د بیلتون غوښتونکو له خوا د پلان شویو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو دوې ورځې دمخه خپور شوی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې دغه ټاکنې «د سولي د خبرو اترو له پاره یو خنډ دی او په کړکیچ ځپلې سیمه کې به پر بشري وضعیت منفي اغیز ولري.»

په دنيڅک کي انتخاباتي مبارزه
په دنيڅک کي انتخاباتي مبارزهانځور: picture-alliance/RIA Novosti/A. Kudenko


د نړیوالو له خوا له ستر انتقاد سره سره، روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د یوه مشرتابه د ټاکلو له پاره په پام کې نیول شوي ټاکنو پر تر سره کیدو باندي ټینگ ولاړ دي. د دغو دواړو سیمو په اصطلاح «ولسي جمهوریتونو» ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د نومبر۲مه) تر سره کیدونکي ټاکنې به د «دونباس» په جگړه ځپلې سیمه کې د ثبات په راوستلو کې ونډه ولري. روسیې له لویدیځ او د اوکراین له حکومت څخه غوښتي دي چې دغه ټاکنې په رسمیت وپيژني.

د دې برعکس بیا د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې د اوکراین د ختیځ په کړکېچ ځپلو سیمو کې باید ټاکني د اوکراین د قوانینو مطابق تر سره شي. همداشان د اوکراین لویدیځه پلوه ولسمشر پېترو پوروشینکو له مېرکل او اولاند سره په یوه تلیفوني تماس کې ویلي دي چې پر روسیې باندي فشار بايد کم نه شي.

د دغو شخړه ییزو ټاکنو د تر سره کیدو دمخه د اوکراین په ختیځ کې نا آرامه سیمو ته د روسیې د مرستو یو کاروان رسیدلی دی. د روسیي د ملکي خلکو د حفاظت ادارې ویلي دي چې شا او خوا ۱۰۰ لاریو زر ټنه خوراکي او ساختماني مواد دنيڅک او لوگانسک سیمو ته رسولي دي. په دې ترتیب روسیې دغه سیمي ته د مرستو څلور کتارونه استولي دي.