1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوسني وضعيت کې د ټاپي پروژې تطبيق امکان لري؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې د ټاپي پروژې په اړه یې له ترکمنستان سره بحثونه نهایي شوي او تر نیټې ټاکلو وروسته به د دې پروژې چارې پیل کړي. خو ایا هند او پاکستان هم د دې پروژې پیلیدو ته چمتوالی لري؟

https://p.dw.com/p/4G26N
Afghanistan - TAPI - Pipelineprojekt in Herat
انځور: DW/S. Tanka Shokran

په ۲۰۱۸م کال کې د ټاپي پروژې چارې په هرات ولایت کې رسمآ پیل شوې، چې د پیل په مراسمو کې یې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان صدراعظم او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی و. وروسته د دې پروژې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او تر اوسه ځنډېدلې دي. خو اوس طالبان غواړي چې د ټاپي پروژې چارې پیل کړي.

د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند مفتي برهان دویچه ویله ته وویل، چې له ترکمنستان سره یې د ټاپي پروژې په اړه هر اړخیز بحثونه پای ته رسېدلې دي او په نږدې راتلونکي کې به د دغه سترې پروژې عملي چارې پیل شي.

د ټاپي پروژې نقشه
د ټاپي پروژې نقشه

نوموړي وایي، په تېر کې د دې پروژې د ځنډ اساسي لامل ناامنۍ وې: «د ځنډ لامل یې کورنۍ جګړې او د امنیت نه شتون و.»

مفتي برهان زیاتوي، اوس په افغانستان کې ډاډمن امنیت دی او د ټاپي پروژې د تطبیق له پاره خوندي امنیتي بستر رامنځته شوی دی او د پروژې د پیل له پاره تیاری بشپړ شوی او یوازې د کار پیل نیټې ته منتظر دي.

هغه وویل: «په تېره یوه کال له ترکمنانو سره د ټاپي په اړه په خبرو کې پرمختګونه شوې دي. د محرم میاشت پر ۱۵ نېټه د ټاپي پروژې اجرایوي رئیس امانوف سره غونډه وشوه او د وزارت مشر غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي غونډه کې د پروژې پیل نېټه وټاکي. چې هغوی نېټه وټاکي د پروژې عملي چارې به پیل شي.»

د طالبانو دغه ویاند وایي، چې د روان ۲۰۲۲م کال د جون پر اومه د طالبانو او ترکمن چارواکو ترمنځ رسمي توافق ترسره شو چې له مخې به یې د ټاپي پروژې پخواني تړونونه پر خپل ځای وي او دواړه لوري یې تطبیق ته ژمن وي.

د کانونو او پطرولیم وزارت له پاره د طالبانو ویاند مفتي برهان زیاتوي چې د ټاپي پروژې له بشپړیدو وروسته به افغانستان په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر ترانزیټي عاید ترلاسه کوي او افغانستان ته به ګاز هم ورکول کیږي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشران د ټاپي پروژې په اړه په رسمي غونډه کې
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشران د ټاپي پروژې په اړه په رسمي غونډه کېانځور: ARG

برهان وایي: «په لومړي کال کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز افغانستان ته ورکول کیږي او په دویم کال به ۱۰۰۰ ميلیونه متر مکعب او په درې کاله که به افغانستان ته یو نیم میلیارد متر مکعب ګاز ورکول کیږي.»

د ټاپي پروژې په اوږدو کې د خلکو د ځمکو استملاک لا هم یوه جدي ستوونزه په ګوته کیږي، چې په تېرو کلونو کې نه ده هواره شوې.

خو طالب چارواکي وایي، د افغانستان د ځمکو اداره به ژر د خلکو د ځمکو استملاک پیل کړي، چې په دې برخه کې د ترکمنستان هيواد تخنیکي ټیمونه هم افغانستان ته راځي او د ګاز پایپ لاین چې پر کومو ځمکو تیریږي د هغې استملاک به ترسره کړي.

ایا طالبانو ته د ټاپي پروژې تطبیق ممکن دی؟

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي چې د ټاپي پروژې پیل د افغانستان له پاره په اقتصادي لحاظ ډېره مهمه ده خو لا هم ځینې ستوونزې شته، چې د دې پروژې پر وړاندې خنډ دي.

طالبان د سترو ملي پروژو پر تړونونو له سره کتنه کوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل هیئت غړی خانجان الکوزي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو په رسميت نه پیژندل، د طالبانو او د ټاپي پروژې په اړه د هند او پاکستان ښکاره پالیسۍ نه ښکاره کیدل، له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو او بانکي سیستمونو خرابولی عمده لاملونه دي، چې ممکنه نه ده د ټاپي پروژه عملي شي.

الکوزی وایي: «اوس امنیتي ستوونزې حل شوې دي، نړیواله ټولنه او جهاني بانکونه چې دا پروژه په اقتصادي لحاظ تمویلوي، د هغوی مشخصې طرحې نه دي معلومي.«

هغه زیاته کړه: »د طالبانو اسلامي امارات د رسميت پیژندلو مسله ده. اوس یوازې ترکمنستان د پروژې په اړه خبرې کوي، خو د هند او پاکستان او نړۍ چلند معلوم نه دی. د ټاپي پروژې سرنوشت په نړۍ پورې تړلی دی، دا یوه مشترکه پروژه ده او مشترک حرکت ته اړتیا لري.»

ټاپي پروژه افغانستان ته څه اهمیت لري؟

اقتصادي کارپوهان وايي چې ټاپي پروژه د افغانستان له پاره یوه بنسټزه پروژه ده او ځانګړی اهمیت لري. د پوهنتون د اقتصاد استاد پوهندوی دوکتور ګل شاه صبري دویچه ویله ته وویل، د ټاپي پروژه د اوبلن ګاز ترڅنګ یو شمېر نورې پروژې هم لري، چې همهاله پیلیږي او زیاتوي چې تر لسو کلونو پورې افغانستان ته د میلیونونه متره معکب ګازو ورکول به د افغانستان داخلي اړتیاوې تر ډېره پوره کړي.

د ټاپي پروژې چارو بشپړیدو ته له ډیر وخت راهیسې انتظار کیږي
د ټاپي پروژې چارو بشپړیدو ته له ډیر وخت راهیسې انتظار کیږيانځور: picture alliance/landov

صبري وویل: «له ټاپي پروژه سره د نوري فایبر مزي غځول کیږي، په دې سره به افغانستان له نورو هيوادونو سره وصل شي، افغانستان به یو ترانزیټي هېواد شي او له دې لاري به له ترکمنستان څخه پاکستان ته برېښنا صاریږي او افغانستان به هم له دې لارې هر کال تر یوسل او لس میلیونه ډالرو پورې عاید ولري.»

ګل شاه صبري زیاتوي، افغانستان چې په سختو اقتصادي ستوونزو کې دی د ټاپي پروژې له لارې ترلاسه کیدونکي عاید به د هيواد ملي اقتصاد ته د پام وړ ګټه وکړي.

د ترکمنستان او افغانستان د ګډو پروژو کارونه پیلیږي

د طالبانو د کورنیو چارو وزات وایي چې د دغه وزارت د مسؤلینو او د ټاپي پروژې د مشر ترمنځ انلاین غونډه شوې ده او له هغوی سره د ټاپي پروژې د امنیت ټينګولو پلان شریک شوی دي، چې په وینا یې د نړیوالو معیارونو سره سم د دغه پروژې د امنیت ساتلو له پاره چمتوالی لري.

د ټاپي پروژې پايپلاين ۱۸ سوه کلومتره اوږدوالی لري، چي له ترکمنستان څخه به د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته  ګاز لېږدوي.

د ټاپي پروژې په اړه په ۱۹۹۶م کال کې خبرې پیل شوې او په تېرو دوه نیمو لسیزو کې په بیا بیا د دې پروژې د پیلولو له پاره هڅې شوې دي، خو تر اوسه عملې شوې نه ده.

د ټاپي پروژې د تطبیق پر وړاندې ستر خنډ تر ډېره امنیتي ننګونې بلل کیږي.