1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په انقره کې د داعش پر ضد سترې چاپې وهل شوې

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د ترکیې په پلازمېنه انقره کې امنیتي ځواکونو په اصطلاح «د اسلامي دولت» ډلې ډیر شمیر شکمن پلویان نیولي دي. د چاپو په ترڅ کې ۲۰۰ ځایونه پلټل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2nM2K
Türkei Polizei in Ankara
انځور: picture-alliance/dpa/T. Berkin

د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو، د معلوماتو له مخې د ترکیې د ترهګرۍ ضد پولیس ۱۵۰۰ ځواکونو تر ۲۰۰ زیات ځایونه پلټلي دي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره پولیسو له داعش سره تړاو لرونکي اسناد او دیجیتالي مواد هم ضبط کړي دي.

د رپوټ له مخې د شا او خوا نور ۱۴۰ کسانو د نیولو امر صادر شوی دی. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په وینا دغه عملیات د ۲۴۵ شکمنو کسانو چې د نیولو امر یې صادر شوی وو له پاره په پام کې نیول شوي وو.

د اکتوبر میاشتې په پای کې تر ۱۴۰ کسان نیول شوي وو

دا په روان میلادي کال کې د ترهګرۍ پر ضد د ترکي پولیسو لومړني عملیات نه دي. د اکتوبر میاشتې په پای کې تر ۱۴۰ زیات شکمن کسان نیول شوي ول چې د چارواکو په وینا په دې سره په استانبول کې د یوه احتمالي برید مخه نیول شوې وه.

د ترکیې پولیس په دې ترتیب هغه یو شمیر بریدونو ته غبرګون ښيي چې مسوولیت یې پر داعش ډلې اچول کیږي. د روان میلادي کال د پیلیدو په شپه د استانبول په یوه کلب کې د داعش برید کوونکي ۳۹ تنه په ډزو وژلي وو.