په اندونيزيا کي زلزلې بيا انسانان وژلي
۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبهله اندونيزيا څخه راپورونه وايي چي د دغه هيواد په اچه ولايت کي د زلزلې په پايله کي تر اوسه پوري ۵۴ انسانان وژل سوي او په سونو نور ټپيان سوي دي.
د دغه هيواد د مدني دفاع ټولنو ويلي دي چي د وژل سوو کسانو شمېر کيدای سي زيات سي، ځکه تر نړېدلو ودانيو ډېر خلک لاندي دي او د ژغورني چاري ئې پيل سوي دي.
د زلزلې مرکز د سوماترا ټاپو، پيدي جايا سيمه ښوول سوی دئ. دغه زلزله چي د رسشتر په کچه ۶،۵ اټکل سوې ده د سهار د لمانځه پرمهال سوې ده.
د زلزلې پيژندني ادارې د معلوماتو له مخي دغه زلزله په ټول اچه ولايت کي احساس سوې ده. د راپورونو له مخي هغه اوسېدونکي چي ساحلونو ته نژدې ژوند کوي تر زلزلې وروسته د سمندر د لوړو څپو د راتگ له ويري له کورونو وتلي دي. خو اوسېدونکو ته د سونامي د راتلو خبر نه دی ورکړل سوی.
په ۲۰۰۴م کال کي تر يوې زلزلې وروسته په دغه سيمه کي د سونامي يا سمندر اوبو د لوړو څپو د راتگ له کبله سخته ويجاړي رامنځ ته سوه.
ويل کيږي چي روغتياپالان سيمي ته د خلکو مرستي ته درسېدلي دي. خلک سخت ويرېدلي، خپلو کورونو ته نه ننوځي او په کوڅو کي گرځي.
په اندونيزيا کي هر وخت د زلزلې ويره سته. ۱۲کاله دمخه په دغه هيواد کي د سمندر په منځ کي تر زلزلې وروسته سونامي نژدې ۱۷۰۰۰۰ انسانان ووژل.
نور مطالب: