1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا او تاليند کې مهاجرو ماشومانو بد وضعيت

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

د توماس رويترز بنسټ په حواله په بنکاک او اندونيزيا کې مهاجر ماشومان له سخت ژوند سره مخامخ دي. انساني قاچاق، اجباري کارونه، تعليم ته نه لاسرسی، جنسي استفاده او ناروغۍ هغه بيلګې دي چې دوی ورسره لاس او گریوان دي.

https://p.dw.com/p/30AUU
Thailand Bangkok - Muay Thai Kickboxing Camp mit Waisenkinder
د آرشيف انځورانځور: Getty Images/C. Dowling

کمپاين کوونکي وايي په بنکاک او جاکاراتا کې د قانوني حفاظت د نه موجودیت له امله په زرونو مهاجر ماشومان د انساني قاچاق دتر ټولو لوړ خطر او همدا ډول اجباري کارونو سره مخامخ کړي دي.

د تایلند او اندونيزيا په پلازمينو (بنکاک او جکاراتا) کې له ۲۰ زرو څخه ډیر مهاجر ژوند کوي، چې له دوي څخه اکثره يې ماشومان دي. دغو دواړو هیوادونو د ۱۹۵۱ کال د ماشومانو کنوانيسيون، کوم چې د ماشومانو د قانوني حفاظت ژمنه کوي، لاسليک کړی نه دی.

په بنکاک کې د نن شنبې ورځ په يوه خپور شوي رپوټ کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې څخه د راتيروز سوپاپورن له قوله ويل شوي دي: دا په دې معنی ده چې دوي [ماشومان] د زورونې او ناوړه استفادې تر څنګ له دې هم ويريږي چې د تاوتريخوالو د رپوټ ورکولو په صورت کې به يا ونيول او يا اخراج کړل شي.

ميرمن راتيروز ويلي دي: «مهاجر له خپلو هيوادونو څخه د ليرې والي له امله هم ناهيلې وي، له دوي څخه ډیری يې يو اجنټ پورې تړلي وي، چې کيدای شي هغه ورته زيان ورسوي.»

هغې د خپلو خبرو په دوام وويل: «په کوربه هيواد کې د دوی امنيت ښه نه دی. دوی دباندي وتلو څخه ويره لري چې مبادا آزار او اذيت او يا ناوړه استفاده به ورڅخه وشي. په ځانګړې توګه ماشومان له ډير خطر سره مخ دي.»

په دغه  خپور رپوټ کې همدارنگه ويل شوي دي چې په بنکاک او جاکاراتا کې ډیری مهاجر ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري او اکثره يې د مختلو ناروغيو او رواني فشارونو څخه کړيږي.

په رپوټ کې د راتيروز سوپاپورن له قوله ويل شوي دي: « ماشومان د پيسو له پاره بهر وړل کيږي، ځکه خو له دوی څخه په کم عمر کې کار اخیستل کيږي او دا د انساني قاچاق او جنسي استفادي خطرونه لوړولی شي.»

د ماشومانو د ژغورنې رپوټ په داسې وخت کې خپريږي چې د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت سياست هم په وروستيو کې د ماشومان په تړاو په پراخه کچه غبرګونونو له ځانه سره لرلي دي. د دغه قانون پر اساس د مکسيکو پر سرحد مهاجر ماشومان د امريکايي چاروکوا له خوا د هغوي له مور اوپلار څخه جلا کيدل او په موقتي هستوګنځایونو کې ساتل کيدل. تر ډیرو انتقادونو وروسته بلاخره ترمپ دې ته اړ شو چې له والدينو څخه د مهاجرو ماشومانو د نه بيلولو فرمان صادر کړي.

 له بل لوري د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په خپل يو تازه رپوت کې د نړۍ په کچه د مهاجرتونو او بيځايه شويو په شمیر کې د زياتوالي خبره کړې ده. دغې ادرې ويلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ په کچه ۶۸ اعشاريه ۵ ميليونه انسانان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي. په ۲۰۱۶م کې بیا دغه ارقام ۶۵ اعشاريه ۶ ميليونه وو.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!