1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په امریکا کې د انسان په جنينو کي د بدلون هڅي

۱۳۹۶ مرداد ۱۳, جمعه

په امریکا متحدو ایالاتو کې ساینسپوهان په لومړي وار توانیدلي چې د انسان په جنينو کې بدلون راولي. دغه بريا به له ارثي ناروغیو پرته د نویو زیږدونکو ماشومانو په برخه کې یو بحث رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/2hiEn
Symbolbild Embryo Fötus Fetus
انځور: picture-alliance/dpa

د رویو مجلې چې د ماساچوست یا MIT په څیړنیزي مؤسسې پورې تړلې، لومړۍ د دې موضوع په اړه رپوټ خپور کړ. دغه آزموینه یو علمي اقدام دی. تر اوسه پوري ساینسپوهانو دغه اجازه نه درلوده چې انساني جنین تر څو ورځو زيات وخت  وروزي او دا اجازه يې هم نه لرله چې دغه جنین بیرته د ميندو رحم ته داخل کړي.

د ارګن د روغتیايي پوهې پوهنتون چارواکو خبر ورکړی چې دغه آزموینه په همدې پوهنتون کې شوې او ویلي یې دي چې پایلې به یې هم ډیر ژر په یوه رسمي جریده کې اعلان شي.

ظاهرا دغه راز آزموینې د لومړي ځل له پاره په امریکا کې ترسره کیږي خو دې ته ورته ګڼ شمیر نوري آزموینې بیا تر ډیره پورې په چین کې ترسره کیږي. تر اوسه پوري دا لا روښانه نه ده چې د دې آزموینو په لړ کې څومره جنین تولید او جنیتکي بدلون پکې راوستل شوی دی. رپوټونه بیا وايي چې په دې آزموینو کې د ارګن پوهنتون سایسنپوهانو د CRISPR له تخنیک څخه کار اخیستی دی د کوم په مرسته چې ساینسپوهان کولای شي چې د یو جنین یوه مشخصه ډې. ان. اې DNA په نخښه او پکښې بدلون راولي او یا یې عوض کړي.

دغه د مالیکولونو د قیچي په توګه کار کوي چې کولای شي یوه ډې. ان. اې قطع او یا هم کاپي کړي. دغه کړنلاره تر نورو ډیر دقیق کار کوي او د جنينو د درملني له نورو کړنلارو څخه په دې توپیر لري چې په دې کې څیړونکي کولای شي خپل د خوښي تغیرات تضمین کړي. د جنينو د تغیر په دې دستګاه کې چې د «ژرم لاین» په نامه یادیږي، رامنځ ته شوي بدلونونه تلپاتې دي او دا امکان لري چې دغه تغیرات بل نسل ته هم انتقال شي.

پر جنینو باندي د جنیتکي آزموينو خطرونه

دغه پرمختګ د هغو ناروغیو د له منځه تلو هیلې پیدا کوي چې له والدینو څخه بیا ماشومانو ته لیږدول کیږي. خو ورسره بیا ځینې اندیښنې هم تړلې دي. تر ټولو پیاوړي بیا د طراحي شویو ماشومانو زیږیدل دی چې یو شمیر مذهبي، مدنې او نوري ډلې یې سخت مخالفان دي.

د اکسپرس د لويې خصوصي څیړنیز موسسې مشر داکټر اریک توپول، وايي: «جنیتکي لاسوهنه یو داسې څانګه ده چې مخه یې نه شي نیول کیدای او وروستی پرمختګ ښيي چې دا علم د عملي کیدو وړ دی.»

هغه په دې نظر دی چې د ناروغیو د له منځه وړلو له پاره باید پر جنینو باندي آزموینې وشي.

زموږ له ارشيف څخه: