1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې پشپړ دولتي پوهنتونونه جوړیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱, جمعه

په المان کې د پوهنتونو د تمويل په هکله بحثونه روان دي. په اصل کې له پوهنتونو څخه مالي ملاتړ په ايالتونو پورې اړه لري او فدرالي حکومت يوازې د علمي پروژو ملاتړ کوي. خو اوس ښايي په المان کې بشپړ دولتي پوهنتونونه هم جوړ شي.

https://p.dw.com/p/14iPU
انځور: picture-alliance/dpa/DW

د برلين د هومبولت پوهنتون رئيس يان هندريک اولبرڅ، د بشپړو دولتي پوهنتونو د جوړېدو ملاتړ کوي. دی وايي چې دغسې پوهنتونو ته اړتيا ليدل کيږي:

«موږ په المان کې په داسې يو حالت کې قرار لرو چې په ايالتي کچه تمويل کېدونکي پوهنتونونه بايد په نړيواله سيالي کې ګډون وکړي. خو ايالتونه مو د دې وس نه لري چې پوهنتونونه داسې سمبال کړي چې هغه دې په ملي کچه هم وځليږي. زما په اند دې په منځ مهاله ډول له پنځو څخه تر اوو پورې بشپړ دولتي پوهنتونونه جوړ شي.»

د المان مخکښه پوهنتونونه اوس لا ځانونه دغسې يوې راتلونکې سيالۍ ته چمتو کوي. په تېرو شپږو کلونو کې ښه پوهنتونونه په نښه شوي ول. ټاکل شوې ده چې يوازې مخکښو پوهنتونو ته اضافي پيسې هم ورکړل شي. د روان کال په جون کې به ۷.۲ مليارډه يورو د دغې سيالۍ په درېم پړاو کې مصرف شي.

د المان د څیړنیزو چارو د وزیرې انېته شاوان، په خبره به دغه سیالۍ په ۲۰۱۷م کال کې پای ته ورسیږي. اوس نو پوښتنه دا ده چې تر دې نېټې وروسته به څه وشي. په دې اړه د المان د څېړنيزو چارو د بنسټ عمومي منشي فولکر ماير ګوکل، وايي چې په تیرو لسو کلونو کې د پوهنتونو له پاره د ایالتونو په بودجه کې لوړ والی نه دئ راغلي خو د هغه په خبره په دې برخه کې د ایالتي دولت به بودجه کې چې د پروژو په توگه پوهنتونونو ته ورکول کیږي لوړ والی راغلی دئ. هغه وایي چې دې ته په کتو سره اوس دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولي ایالتي حکومت د پوهنتونونو پشپړ تمویل پر غاړه نه اخلي.

د نوښتونو او څېړنو د کارپوهانو يوه پلاوي چې د المان د لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل، له خوا رابلل شوی وو د فبروري په مياشت کې دغه غوښتنه کړې وه.

خو د څېړنيزو چارو وزيره انېته شاوان وايي چې هغه نه غواړي چې په ايالتي کچه صلاحيتونه محدود کړي. انېته شاوان په اساسي قانون کې د تغييراتو د راوستلو له پاره د ايالتونو هوکړې ته اړتيا لري. يوازې په اساسي قانون کې د بدلون د راوستلو له لارې به ممکنه وي چې دولت نه يوازې له علمي پروژو څخه ملاتړ وکړي بلکې له علمي تاسيساتو څخه هم ملاتړ وکړي.

په غير مستقيم ډول اوس هم يو پوهنتون شتون لري چې دولت ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي. دغه پوهنتون د کارلسروهه د ټکنالوژۍ انستيتوت نوميږي چې د دوو انستيتوتونو د يو ځای کېدو له لارې جوړ شوی دئ. دغه انستيتوت په المان کې د لوړو زده کړو تر ټولو لويه موسسه ده.

د کارلسروهه پوهنتون هم د دولت له لوري او هم په ايالتي کچه تمويليږي چې له دې لارې هر کال ۷۸۰ مليونه يورو تر لاسه کوي. که د المان د څېړنيزو چارو وزيره انېته شاوان وکولای شي چې په اساسي قانون کې تغير راولي نو د رسمي دولتي پوهنتونو پرانستلو ته به هم لاره هواره شي.

دویچه ویله/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش