1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د امريکايي بېپلوټه الوتکو د اډې پر ضد احتجاج وشو

ګرېتا هامان / ش. ن.۱۳۹۵ خرداد ۲۳, یکشنبه

شاوخوا ۵۰۰ سوله غوښتونکو په آلمان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو جگړې پر ضد په آلمان کې د امریکا د پوځې اډې رمشټاین ته څیرمه احتجاج ترسره کړ. احتجاج کونکو د آلمان له دولت څخه د دغې پوځي اډې د تړلو غوښټنه کوله.

https://p.dw.com/p/1J59E
Deutschland Ramstein Proteste gegen Drohnenkrieg
انځور: picture-alliance/dpa/O. Dietze

پاسکال بیا بیا د آسمان پر لور گوري. خو باران نه وریږي. تر اوسه پورې هوا ښه ده. د برلین دغه اوسیدونکی وایې چې په تیرو دریو میاشتو کې په پرله پسې ډول رمشټاین ته نږدې ښار کایزرز لوټن ته تللی دی. د دغه احتجاج تنظیمونکي د خپل کور د گرمې بسترې په پرتله دلته ډیرې شپې تیرې کړې دي.

هغه په دغه احتجاج کې له خپل یوه بل ملگري راینه براون، سره یوځای د امریکا د پوځي هواې اډې پورې، له کوم ځای څخه چې ډرون یا بی پیلوټه الوتکې خپل پروازونه پیلوي مزل په پښو وهلې، له پولیسو سره یې خبرې کړي، موټر یې کرا کړی، پلاکاټونه او د غاړی دسمالونه یې چاپ کړي دي.

په دغه ورځ باید دوی ډیر کار کړای وایې. که آب و هوا یاري نه وای کړی، نو په ناببره توگه به ډیر خلک خپلو کورونو تللي وای. او هغه څوک چې د انساني زنځیر جوړول غواړي هغه انسانانو ته ضرورت لري.

راینه براون په یو لوړ ځای کې ناست دی دا چې د کایزرز لوټن د ریل کاډي تم ځای ته په پرله پسې ډول ډیر خلک رازي د هغه خوشحالي وار په وار زیاتیږي، دا ځکه چې له دې ځای څخه د دوی احتجاجي مارش پیلیږي.

براون د احتجاج گډون کونکو ته د دغه احتجاج د پروسیجر په هکله معلومات ورکوي. د دغه مارش تنظيمول یو ستونزمن کار دی، دا ځکه چې په دغه ۹ کیلومتره لاره کې باید په کافې اندازه خلک له دوی سره برخه ولري. دوی وایې چې دا زموږ له پاره یو په زړه پورې چکر دی.

د آلمان له خاورې څخه باید بیا هیڅ کله هم جگړه نه

هو اول د کیڼ اړخې گوند څخه اوسکار لافونتاینه، خبرې کوي. په دغه ځای کې شاوخوا ۲۰۰۰ انسانان راټول شوي دي. دوی د باران جمپرونه اغوستي دي او پر پلاکاټونو له لیکل شوو شعارونو سره پر سولې ټینگار کوي. په دغو دسمالونو او پلاکاټونو کې لیکل شوي دي چې « بیا باید هیڅ کله هم د آلمان له خاورې څخه جگړه سرچینه وانخلي یا بهر ته ونه وزي.»

الوتکې د رمشټاین ځغاستلیکې ته ښکته کیږي. احتجاج کونکي هم غواړي دغه ځای ته ولاړ شي، خو اول د انساني زنځیر په شکل لاس په لاس. دغه خلک په ریل، موټر او بایسیکلونو کې د ټاکل شوي مسیر مختلفو فاصلو ته ځان رسوي.

پاسکال لویگ لنډ شټول ته ورسید. ټاکل شوی ده د رمشټاین څخه یوازې یو څو کیلومتره لیري په دغه کوچني کلیي کې دغه انساني ځنځیر پای ته رسیږي.

لویگ په پرله پسې ډول د لاریون نورو تنظیمونکو ته تلیفون کوي، کوم چې په بایسیکلونو سپاره دي او غواړي د دغه کوچني کلي په تنگونو سړکونو کې خلک د امکان تر حده په ښه توگه تنظیم او وویشي.

په دغه ورځ د مظاهره کونکو له پاره وروستې تم ځای د رمشټاین د هوای اډې څلور لاره وه. پاسکال لویگ وایې چې دوی په مستقیم ډول دروازې ته نه دي پریښودل شوي، خو د څلورلارې ښې طرف سړک یې په کافي اندازه بند کړی وو. په دغه سړک کې هغه کسان راټول شوي ول چې مخکې تر دې یې انساني ځنځیر جوړ کړی وو.

براون او لویگ، وایې چې د دغو احتجاج کونکو شمیر چې انساني زنځیر یې تشکیل کړی وو شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته رسیده، خو پولیس بیا د دغو احتجاج کونکو شمیر له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې ښیې. وضعیت شدت پیدا کړی دی. دا ځکه چې د دې ځای تر څنگ د یوې اونۍ راهیسې د سولې د کمپاین په ترڅ کې یو شمیر ځوانان راټول شوي دي او خیمې یې وهلي دي.

په دې لاره چې امریکایې سرتیري خپل قرارگاه ته باید تیر شي دوی د سندرو په شکل دا جمله زمزمه کوي چې «نور نو د انسانانو وژنه بس کړئ».