1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ۱۸ سلنه ماشومان په ناوړه تغذي اخته دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

افغان حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته یوه څیړنه کړې ده چې پایلې ئې ښيي چې د افغانستان په جنوبي برخو کې د افغان ماشومانو دریمه برخه په ناوړه تغذي اخته دي.

https://p.dw.com/p/164TV

له دې څیړنې څخه معلومیږي چې که څه هم په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته په میلیونو ډالره مرستې ورکړل شوي دي خو په دې هیواد کې د ناوړه تغذي د له منځه وړلو له پاره کافي اقدامات نه دي شوي.

د دې څیړنې له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان چې اتلس سلنه جوړوي په ناوړه تغذي اخته دي. خو د دې هیواد په جنوبي برخو کې بیا د جگړو او فقر له کبله په ماشومانو کي د ناوړه تغذي کچه لوړه ده.

څیړنه د ۲۰۱۰ کال د اگست او ۲۰۱۱ کال د مې میاشتو په منځ کې شوې ده. په دې څیړنه کې راغلي دي چې د افغانستان به جنوب کې د دې هیواد د نورو برخو په پرتله د فقر کچه لوړه ده او له همدې کبله پکښې ۲۹ سلنه ماشومان له ناوړه تغذي سره لاس وګرېوان دي. د افغانستان دغې برخي ته مرستندویه موسسې ډیر وخت د امنیتي ستونزو له کبله نه ځي او روغتیایي خدمتونه هم پکښې په یوه خراب حالت کې دي.

د افغانستان د نورو ټولو سیمو په پرتله په مرکزي ولایتونو کې د ناوړه تغذي کچه ټيټه ده. په دې سیمو کې یوازې ۱۱ سلنه ماشومان په ناوړه تغذي اخته دي. د دې ټیټوالي لامل په دې سیمو کې د طالبانو لږ نفوذ، کمې امنیتي ستونزې او د اقتصاد ښه والی ښودل شوی دئ.

د Save The Children د موسسې کارکوونکې کریستینه روهرز، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې افغان حکومت او نړیوالو مرستندویو موسسو د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې د ناوړه تغذي موضوع له پامه ایستلې وه.

د هغې په خبره اوس له دې کبله د افغانستان د راتلونکې له پاره جدي ستونزې راولاړې شوې دي: «د ناوړه تغذي په اړه لومړنۍ څیړنې په ۲۰۰۴ کال وشوې. هغه وخت هم لکه د اوس په شان د ناوړه تغذي کچه لوړه وه.»

روهرز ویلي دي چې ناوړه تغذي په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې د دریمې برخې لامل ده. په افغانستان کې هره ورځ ۲۷۵ ماشومان مړه کیږي. د دغو ماشومانو له ډلې څخه ډیر شمیر ئې له پنځو کلونو کم عمر لري. ډیر وخت ماشومان د داسې ناروغیو له کبله مړي چې په اصل کې د درملنې وړ وي.

روهرز وايي چې په افغانستان کې باید میندو ته دا پیغام ورسول شي چې خپلو ماشومانو ته صحي او په کافي اندازه خوراکي مواد ورکړي. هغې په همدې حال کې اندیښنه څرگنده کړې ده چې نه شي چې د ۲۰۱۴ کال له رارسیدو او په افغانستان کې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد د بهیر له پلي کیدو سره په دې هیواد کې له ناوړه تغذي سره د مبارزې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم