1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې یوې ترافیکې پیښې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي

آژانسونه / مسعود جهش۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د کابل – کندهار پر لویه لاره رامنځ ته شوې دغې ترافیکې پیښې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي او ۵۷ تنه نور يې ټپیان کړي دي. پیښه د تیلو له یوه ټانکر سره د دوو بسونو د جنګیدو له کبله رامنځ ته شوې ده. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1IjqY
انځور: DW/M.Ismail

د پیښې د رامنځ ته کیدو په لومړیو ساعتونو کې افغان چارواکو د ۱۴ کسانو د وژل کیدوخ خبره کوله. د غزني د پولیسو قوماندان ویلي وو چې له یوه ټانکر سره د ددو بسونو د جنګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۳ تنه نور ټپیان دي. پیښه د یکشنبې په ورځ سهار د کابل – کندهار پر لویه لاره په غزني ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د پولیسو قوماند امین الله امرخیل، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې له ټانکر سره د دوو بسونو تر لګیدو وروسته، درو واړو موټرو اور اخیستی دی.

امرخیل ویلي وو چې تر اوسه پورې د پیښې له سیمې څخه ۱۴ مړي را ایستل شوي دي خو د قربانیانو د شمیر د لوړیدو امکان شته.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت ویاند اغاګل جاوید سالنګي، په دې پیښه کې د ۵۰ کسانو د وژل کیدو او ۵۷ تنو نورو ټپي کیدو خبره کړې ده. د دغه افغان چارواکي په خبره د پیښې ډیری قربانیان سوځیدلي دي او روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی.

دغه سیمه ییز چارواکي روښانه کړې ده چې پیښه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل - کندهار لویه لار وخت نا وخت د ډیرو خونړیو ترافیکي پیښو شاهده وي. افغان چارواکي وایي چې د چلوونکو بې احتیاطي او په ځینو مواردو کې د هغوی له خوا د مخدره توکو کارونه د داسې پیښو رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې موټر چلوونکي بیا د دې لویې لارې کم پراخوالی، د ترافیکي اشارو نه شتون، د لارې خرابي او د امنیت نه شتون د دغو ترافیکي پیښو تر شا لاملونه بولي.