په افغانستان کې پر امنیتي وضعیت د بیا کتني غوښتنه
۱۳۹۵ اسفند ۷, شنبهله آلمان څخه تراوسه پوري افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو بیرته لیږل له دې امله ممکن شوي چې په افغانستان کې ځینې سیمې خوندي ګڼل شوي دي. د آلمان د هسن ایالت د لومړی وزیر مرستیال، طارق الوزیر چې د زرغوند ګوند غړی دی، «شپیګل» مجلې ته ویلی دي: «هیله مند یم چې زیګمار ګابریل به خپله دنده په نوي موقف کې په ښه توګه پرمخ یوسي او بلاخره به د افغانستان [امنیتي] وضعیت د واقعیتونو پر بنسټ و ارزوي.» الوزیر زیاته کړه چې یوازې ګابریل کولای شي چې په دې هکله بدلون رامنځ ته کړي.
د آلمان په نورد راین ویستفالن ايالت کې د زرغون ګوند مشره، مونا نویباور پر زیګمار ګابریل او د دغه هیواد د کورنیو چارو پر وزیر توماس دیمیزیر نيوکه کړی چې دوی «له مشخص مرګ سره انسانان مخ کوي.»
کابو یوه اونۍ مخکې د آلمان د بادن وورتمبرګ ایالت لومړي وزیر، وینفرید کرچمن په لسو ایالتونو کې د خپلو ملګرو په استازیتوب په کوم کې چې د دوی ګوند په حکومت کې شریک دی، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل ته یوه لېږل شوي لیک کي له هغه څخه د افغانستان د امنیتي وضعیت د بیا کتنې غوښتنه کړې.
په دې لیک کې نوموړي د افغانستان د کړکیچن وضعیت په هکله د ملګروملتونو رپوټ ته هم اشاره کړې او ویلي یې وو چې «په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی دی.»
په دې لیک کې کرچمن همدا راز لیکلي چې زرغون ګوند په دې پوهیږي چې هغه کسان چې په آلمان کې د پناه غوښتني منفي ځواب ترلاسه کوي، کولای نه شي په دې هیواد کې پاتې شي. خو نوموړي ټینګار کړی وو چې «پر دې سربیره هم باید مهاجر یوازې په ځانګړو شرایطو او د دوی په هیوادونو کې د ښه امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره بیرته ولیږل شي.»
د هیوادونو د امنیتي وضعیت څیړنه د آلمان د فدرالي ادارې دنده ده، خو د کډوالو ایستل بیا د دې هیواد د ایالتي حکومتونو مسولیت ګرځول شوی دی. افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته لیږلو مسئله له دې امله له اختلافاتو سره مخ شوه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم د دې هیواد په ځینو برخو کې د طالب جنګیالو پرضد په جګړه بوخت دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.02.2017):