«په افغانستان کې نیول شوی آلمانی د طالبانو مهم مشر وو»
۱۳۹۶ اسفند ۲۵, جمعه«فوکس» خبري مجلې د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې د آلمان د امنیتي کړیو په حواله ویلي دي چې د ۲۰۱۷م کال په می میاشت کې د کابل د دیپلوماتیکې سیمې په خونړۍ چاودنه کې ښایي دغه کس احتمالا لاس لرلی وي.
په دغه چاودنه کې تر ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او د آلمان سفارت ته یې سخت زیان واړاوه.
داسې شک کیږي چې د دغه برید تر شا د حقاني شبکي لاس وي. دغه شبکه په افغانستان کې په یو شمیر نورو پیچلو بریدونو کې هم مسئوله ګڼله کیږي. د فوکس مجلې په دغه رپوټ کې راغلي دي چې نیول شوي کس له دغې ډلې سره نزدې اړیکي درلودې.
په رپوټ کې راغلي دي چې نیول شوي کس د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه مدرسه کې تر زده کړو وروسته د بریدونو د پلانولو او چاودیدونکو توکو د جوړولو په برخه کې روزل شوی وو.
د فوکس د رپوټ له مخې څیړونکي داسې ګومان کوي چې دغه کس به پر افغان امنیتي ځواکونو باندې په ډيرو بريدونو کې مسئول وي. دغه آلمانی د فبرورۍ میاشتي په پای کې د افغان ځواکونو د ځانگړي غونډ د عملیاتو پرمهال د هلمند ولایت په گرشک ولسوالۍ کې و نیول شو. د فوکس، په وینا له دغه کس سره کلاشنکوف، لاسي بمونه، د چاودیدونکو توکو له پاره استعمالیدونکي وسایل، د کمپیوټري موادو د زیرمه کولو «یو اس بي» فلش او یو آلمانی پاسپورټ نیول شوي دي.
د آلمان د کوبلنڅ څارنوالۍ تیره اوونۍ ویلي ول چې د وورمس، ښار د دغه ۳۶ کلن پر ضد دولت ته د یوه سخت خطر پيښونکي جرم د چمتووالي د شک په هکله څیړنې کیږي. د څارنوالۍ په خبره له ۲۰۱۴م کال راهیسې په نړیواله کچه د هغه د نیولو امر صادر شوی وو.
زموږ له آرشیف څخه: