1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پانگونې ته لیولتیا پیدا شوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسلکیدو د افغان او بهرنیو پانگوالو پر روحیه هم مثبه اغیزه اچولې ده او هغوی ئې یو ځل بیا په افغانستان کې پانگونې ته لیوال کړي دي.

https://p.dw.com/p/14uDT
انځور: picture alliance/dpa

یو شمیر افغان پانگوالو له دویچه ویله (المان غږ) سره په خبرو اترو کې وویل چې اوس هغوی یو ځل بیا په افغانستان کې له پانگونې سره لیوال شوي دي. دغه پانگوال وایي چې د دې خوشبیني یوازینی لامل د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک لاسلیکدل دي.

د سوداګرۍ وزارت شمیرې ښيي چې په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د پانگونې کچه راټیټه شوې ده. د پانګونې د ګراف د نزولي خوځښت یو لوی لامل په افغانستان کې امنیتي ستونزې په گوته شوي دي.

خو د افغانستات د سوداگرۍ د وزارت او پانګوالو په خبره له امریکا سره د افغان دولت د اوږد مهالو همکاریو د سند تر لاسلیکیدو وروسته اوس کورني او بهرني پانګوال یو ځل بیا هیله مند شوي دي او دا احساس رامنځ ته شوی دئ چې هغوی کولای شي چې په ډاډه زړه په بیلابیلو سکتورونو کې پانگونه وکړي.

د پانګوالو په وینا د ستراتیژیکو همکاریو سند دوی ته یو ډول ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د دوی پیسي د اوږدې مودې له پاره خوندې دي.

یو شمیر افغان پانگوالو له المان غږ سره په خبرو اترو کې وویل چې د دې سند له لاسلیکدو سره به نه یوازې افغان پانگوال بلکې لوی نړیوال شرکتونه هم په افغانستان کې پانگونې ته لیوال شي.

په همدې حال کې د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه هم وایي چې په تیرو څو کلونو کې د نا امنۍ له کبله ډیری پانګوالو یا خو په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه او یا ئې هم خپلې شتمنۍ له دغه هیواد څخه بهر ته انتقال کړې. خو اوس د صنعت کارو د ټولنې مشر عبدالجبار صافی، وایي چې د ستراتیژیک سند له لاسلیکدو سره ښایي پانگوال یو ځل بیا په افغانستان کې پانگونې ته زړه ښه کړي:

«زه فکر کوم چې د دغه تړون تر لاسلیکیدو وروسته به کورني او بهرني پانگوال د افغانستان په اړه ډاډه شي او په دې هیواد کې به پانگه اچونې ته زړه ښه کړي.»

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت هم د نړۍ له مقتدرو هیوادنو سره د افغانستان همکاري د ترانزیت، پانګونې او سوداګري د پراخیدو او مصئونیت له پاره ډیره مهمه ارزوي. د دغه وزارت یو چارواکی وحیدالله وایي: «د سوداګرۍ او صنایع خونه دغه تړون ته ډیره خوشبینه ده او موږ تمه لرو چې اوس به په افغانستان کې د پانګونې کچه نوره هم لوړه شي.»

تر دې مخکې د سوداګرۍ او صنایعو خونو خبرداری ورکړی وو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د پانګونې کچه په بې سارې توګه ولویږي. خو له امریکا او د نړۍ له یو شمیر نورو هیوادونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو لاسلیکولو یو ځل بیا پانګوال امیدوار کړي دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش