1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې سیلابونو ۶۰ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

له اضطراري حالاتو سره د مبارزې اداره وايي چې په تیرو اوو ورځو کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۶۰ کسا ن وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2xoWZ
Afghanistan Sari Pul Provinz
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/Q. Usyan

د دې ادارې له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دې سیلابونو کې پنځه نور کسان ټپيان شوي دي. دا نه ده روښانه شوې چې په کوم ولایت کې څومره کسان وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې په سمنګان، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، پنجشیر، سرپل، غزني، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۳۴۳ کورونه په بشپړه توګه او ۶۶۳ نور په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.

په بیانیه کې راغلي دي چې سیلابونو همداراز ۶۰۰ څاروي وژلي او ۳۹۲۰۰۰ متر مربع زراعتي ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د افغانستان د اضطراري حالاتو او طبیعي افاتو سره د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي، ویلي دي چې اوس د وضعیت ارزونه روانه ده او ځايي او نړیوال سازمانونه زیانمونو کسانو ته د مرستو رسولو په حال کې دي.

د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې ۵۲ کسان ووژل شول.