1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واوره ښوېدنه کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳۷ته ورسېد

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې سختي واوري او واوري ښوېدني د دغه هيواد په بېلابېلو برخو کې ۱۳۷کسان وژل شوي دي. د لارو د بندیدو له کبله ډیر وخت مرستندویه ادارې زیانمنو سیمو ته نه شي رسیدای.

https://p.dw.com/p/2X2Q4
Afghanistan Schäden durch Lawine Rettungseinsatz
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

په افغانستان کي د پیښو سمبالوني ملي ادارې ویاند عمر محمدي، د دوشنبې په ورځ وویل چې سختو واورو ۶۵ نورکسان ټپیان کړي او تر۱۵۰ډیر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر کسان پکښې وژل شوي دي. په دې ولایت کې دوه کلي تر واوري لاندي شوي دي. د محمدي په خبره ژغورونکو تر اوسه پوري ۴۸ مړي موندلي دي.

خو د لارو د بندوالي له کبله د افغانستان ډيري سیمو ته د مرستو روسول ستونزمن کار دی. د نورستان والي حافظ عبدالقیام، د فراسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس دې ولایت ته په څرخي الوتکو کې مرستې رسیږي. په دې ولایت کې لږ تر لږه دوه کلي تر واورو لاندي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قیام په خبره له یو شمیر نورو کلو سره چې ډیره واوره پر شوې ده، لا تر اوسه پوري اړیکه نه ده ټینګه شوې. هغه ویلي دي: «موږ به ټپیان د څرخي الوتکو په مرسته نژدې ولایت، ننګرهار ته واستوو.»

په بدخشان کې هم د سختې واوري له کبله سړکونه بند دي. د بدخشان د والي ویاند نوید احمد فروتن، ویلي دي چې تر اوسه پوري د واورو له کبله ۱۹کسان وژل شوي او مرستندویه کسان د هوا د خراب والي له کبله ځینو سیمو ته نه شي رسیدای.

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ د وژل شویو کسانو شمیر یوازي ۵۴ ښوول شوی وو، د دوشنبې په ورځ دغه شمیر ۱۳۷ته پورته شوه. دغه شمیر ښایي تر دې هم زيات شي.

انځوريز راپور