1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو یو سرتیری ووژل شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې یو بهرنی سرتیری ووژل شو. دغه سرتیری د افغانستان په سویل کې د سړک د غاړې د یوه بم په واسطه وژل شوی دی. په دغه پیښه کې دوه ملکي افغانان هم ټپیان شوي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1BYb7
انځور: dapd

په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند وین سپیوین، ویلي دي: «موږ کولای شو دا خبر تائید کړو چې دغه سرتیری د افغانستان په سویل کې په لاس د یوه جوړ شوي بم په واسطه ووژل شو.» د ناټو دغه ویاند د سرتیري د هویت په اړه نور جزییات ور نه کړل. ناټو تل په افغانستان کې د خپل وژل شویو سرتیرو په اړه جزییات نه خپروي.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د ناټو تلفات کم شوي دي. دا ځکه چې افغان امنیتي ځواکونو اوس د ټول افغانستان په کچه امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستې دي او د ناټو ځواکونه اوس په جنگي ماموریتونو کې برخه نه اخلي.

پېښه د زابل ولایت په مرکز قلات په څنډو کې رامنځ ته شوې ده. د زابل ولایت مرستیال والي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «له لیرې لارې کنترولیدونکی بم د ناټو په شهر صفا سیمه کې د ناټو پر یوه ټانکر باندې وچاودید. په دغې پېښه کې درې بهرني سرتیري او دوه افغان ملکي وگړي ټپیان شول.»

اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان په کچه امنیتي مسوولیتونه پر غاړه لري. پلان شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه به د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.