په افغانستان کې د مخدرو توکو د فابریکو پر ضد مبارزه
۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبهد امريکا متحدو ایالاتو د هوایي ځواکونو برید جنرال لانس بنچ، په وینا د نومبر له ۲۰ نیټې راهیسې د دغه هوایي کمپاین تر پیلیدو وروسته امریکایي او افغان الوتکو د مخدرو توکو ۲۵ فابریکي له منځه وړي دي.
بنچ له کابل څخه د ویډیويي کنفرانس له لاري په پېنتاګون کې خبریالانو ته وویل چې دغه هوایي بریدونه د دې سبب شوي دي چې د مخدرو توکو۸۰ میلیونه ډالر د اصلي خاوندانو جیب ته و نه لویږي او همداشان د هغوی طالب شریکانو ته د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو د مستقیم عاید مخه ونیسي.
کله چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن د دغه نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال چې د طالبانو د درآمد سرچنیو تعقیبول دي ویلي ول چې په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې د مخدرو توکو د تولید فعاله فابریکي شته.
بنچ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې هغه الوتکې چې په کوچنیو کلیو او بانډو کې د مخدرو توکو د تولید فابریکي بمباري کوي ګران بیه اف ـ ۲۲ رپتور ډوله دي. د هغه په خبره دغه الوتکې کوچنې بمونه استمعالوي چې د جانبي زیانونو د مخنیوي له پاره طرحه شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان د غیر قانوني مخدرو توکو له سوداګرۍ، پر بزګرانو او د مخدرو توکو پر چاق کوونکو باندې د مالیو وضع کولو له لارې هر کال کابو ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالره عاید تر لاسه کوي.
AFP,dpa(S.R/NZ)
زموږ له ارشيف څخه: