«په افغانستان کې د روسیې فعالیتونو امريکا اندیښمنه کړې»
۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعهدغه امریکايي چارواکي په لندن کې له خپل بریتانیايي سیال سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د طالبانو په تړاو د روسیې فعالیت لیدلی دی.»
په دې وروستیو وختونو کې ځيني امریکایي چارواکو داسې ادعاوې کړې دي چې مسکو له طالبانو سره مرستې کوي او آن دغې ډلې ته وسلې رسوي.
ځیني کارپوهان وایي چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلي له نفوذ څخه ویره لري او له دې کبله له طالبانو سره چې د داعش دښمنه ډله بلل کیږي، د پخوا په پرتله ډیر نزدې شوی دی.
هغه زیاته کړه: «زه په اوسني وخت کې دې ته چمتو نه یم چې ووایم دا [فعالیت] د وسلو او يا داسې نورو توکو په شکل کې څرګند شوی دی، خو دا یقیني خبره ده چې د هغوی د نورو کړو وړو په رڼا کې هغه نیت چې دوی یې هلته [په افغانستان کې] لري، موږ يې اندېښمن کړي یوو.»
متیس دا خبره هم روښانه کړه چې د ولسمشر ترمپ اداره په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د ډیریدو پر وړاندیز باندي غور کوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.