1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د داعش د تمويل سرچينې

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

په افغانستان کې د داعش جنگيالي په کال کې سونه زره ډالر د ټالک ډبري د غير قانوني کيدنې له لارې ترلاسه کوي. «گلوبل ويتنس» ډلي ويلي دي چې ددغه منرال چې د ماشومانو په پوډرو کې کاريږي، زياتره برخه يې امريکا او اروپا ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/2yATj
Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

گلوبل ويتنس ډله چي له طبعي زيرمو څخه غيري قانوني پيښي څېړي، په خپل رپوت کې د افغانستان د کانونو وزارت په حواله ليکلي دي چې د روان کال تر مارچ مياشتې پورې له افغانستانه تقريباً ۵۰۰ زره ټنه ټالک (يو ډول پسته ډبره ده چي د مخ او ماشومانو پوډر ځني جوړيږي) بهر ته صادري شوي دي. دغه منرال د ماشومانو له پودرو څخه نيولې بيا په رنگونو او زينتي شيانو کې کاریري.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې دغه منرال تر کيندنې وورسته پاکستان ته رسيدلي چې له هغه ځایه بيا نورو هيوادونو ته صادر شوي دي. څېړونکي ډلي زياته کړې ده چې د دغه منرال زياته برخه له پاکستان څخه امريکا متحدو ايالاتو او اروپايي ټولني ته صادريږي.

د گلوبل ويتنس د کمپاين د چارو مشر نک دانووان، په يوه اعلاميه کې غوښتنه کړې ده چې پر وارداتو دې سخت پام ونيول شي. هغه زياته کړې ده: «په امريکا متحدو ايالاتو او د اروپايي ټولنې په هيوادونو کې ناخبره کارونکي په افغانستان کې د تندلارو ډلو مالي ملاتړ کوي.»

د يادي ډلې دا رپوټ وايي چې د لاجوردو په څير قيمتي ډبرو او منرالونو غير قانوني کيدنه د طالبانو د تمويل يوه ستره سرچينه ده او په ننگرهار کې داعش چې د دوی د فعاليت ساحه گڼل کيږي، د کانونو د کنترول پر سر له طالبانو سره جنگيږي.

ننگرهار د ټالک او کرومايت په شان منرالونو او مرمر ډبرو ستري زيرمي لري. سربیره پر دې ننگرهار د مخدرو موادو د قاچاق يوه اصلي لار هم گڼل کيږي.

ددغي ډلې په رپوټ کې د داعش د یوه مشر له قوله ويل شوي دي چې په ننگرهار کې له نورو وسله والو ډلو څخه د معدني سرچينو کنترول لاسته راوړل، د دوی لومړيتوب دی.

د داعش دغه قوماندان زياته کړې: «کانونه د مافيا په لاس کې دي او موږ به په هر بيه دا کانونه ترلاسه کوو.»

افغان امنيتي ځواکونه له ډيري مودې راهيسې په ننگرهار کې د ټالک او کرمايت په شان کانونو د ناقانونه کيدنې او قاچاق په اړه انديښمن دي.

په رپوټ کې زیاته  شوې ده چې په ننگرهار کې داعش ته د کانونو له درکه د لاسته ورغلو پيسو معلومول خو سترنزمن دي، خو د اټکلونو له مخې به داعش له دې لاري له کاله په اوسط ډول په سونو زره ډالر په لاس راوړي.

په رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم چې دا پيسې ډيري نه ښکاري خو د امريکا د پوځ په اټکل په ننگرهار کې د داعش د جنگيالو شمير د ۷۵۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ دی، معنا دا چې د جنگيالو شمير ته په کتو سره به دغه پيسې د دوی د عوايدو يوه لويه برخه وي.

د افغانستان د کانونو د وزارت يوه وياند وويل چې لا دمخه یې يوه ځانگړې کميټه جوړه کړې ده چې له امنيتي او استخباراتي خدماتو سره په شريکه دغه موضوع تعقيب کړي. ياد وزرات روانه اوونۍ يو خبري کانفرانس هم پلان کړی دی چې په هغه کې به د گلوبل ويتنس ډلي پر دې رپوټ هم خبرې وشي.

Reuters (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: