1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د بهرنيانو ژباړونکي: موږ په خطر کې یوو

۱۳۹۶ آذر ۸, چهارشنبه

په افغانستان کي د بهرنيانو پاته افغان ژباړونکي وايي چي ژوند ئې ورځ تر بلي له گواښونو سره مخامخ دی. د فرانسوي ځواکونو يو ژباړونکی وايي په داسي سيمه کي ژوند کوي چي طالبان ور نژدې سوي دي.

https://p.dw.com/p/2oRZG
Afghanistan Übersetzer US Army
انځور: Getty Images

د فرانسوي ځواکونو پخوانی ژباړونکی زین الله، او د بهرنیو ځواکونو نور ژباړونکي وایي چې په مخ پر ډیریدونکي توګه په ویره کې دي. دغه ویره په وروستیو وختونو کې ځکه زیاته شوې ده چې طالبانو په ځينو ولسواليو کې خپل کنترول پراخ کړی دی.

بشیر چې څلور کاله یې په افغانستان کې له فرانسوي ځواکونو سره کار کړی دی، وایي: «موږ په خطر کې یوو. هیڅوک نه پوهیږي چې کله خو یوه ورځ به هغوی [طالبان] موږ ته راورسیږي، ځکه وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. د هغوی لاس به یوه ورځ موږ ته راورسیږي.»

زین الله د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په څنډه کې خپل کور ته نژدې د موټر سایکل په یوه چاودنه کې ټپي شو. د چاودنې پر مهال هغه د ناټو له ګزمې سره د خبرو په حال کې وو. په دې پیښه کې یو سرتیری ووژل شو او یو شمیر نور ټپیان شول. ۲۸ کلن زین الله وایي چې هغه ډاډه دی، یاغیانو غوښتل «په یوه تیر دوه نښانه وولي» او په برید کې هم بهرنیان او هم دی ووژني.

د دغه افغان ځوان په خبره دا دویم ځل دی چې طالبان د هغه د وژلو هڅه کوي. هغه وایي چې په جون میاشت کې ورته لومړی یو ګواښوونکی تلیفون راغی او بیا پرې د کور په باغچه کې د دوو ناپیژندل شویو کسانو له خوا ډزې وشوې.

دی وایي چې تر دې وروسته ورته نور ګواښوونکي تلیفونونه هم راغلل. هغه وایي چې پخوا به یې په کور کې د امنیت احساس کاوه، خو اوس طالبان د هغه کور ته په نزدې پراته کلي کې نفوذ لري.

زین الله پولیسو ته هم تللی او په دې اړه یې شکایت کړی. خو دی وایي چې د پولیسو ځواب ورته داسې وو: «د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان راته وویل: موږ پوهیږو چې ته تر هدف لاندې یې خو ساتنه دې نه شو کولای. موږ په کافي اندازه ساتونکي نه لرو. ته کوم لوړپوړی کس نه یې.»

په کاپیسا ولایت کې د پولیسو چارواکی عبدالفتاح وايي: «دا رښتیا خبره ده چې موږ کافي ځواکونه نه لري چې د یوه کس ساتنه وکړو، خو موږ بیا هم خپله ټوله هڅه کوو.»

مدافع وکیله کارولین دیکرواکس، چې په پاریس کې میشته ده وایي چې اوس په افغانستان کې ۱۵۲ داسې کسان شته چې تر دې مخکې یې له فرانسوي ځواکونو سره د ژباړونکو، آشپزانو، موټروانانو، مستریانو او نورو کارکوونکو په توګه کار کړی دی او فرانسې ته یې د راتلو درخواستونه رد شوي دي.

لس نور کسان چې پخوا یې له فرانسویانو سره کار کاوه منل شوي او اوس له خپلو کورنیو سره په فرانسه کې اوسي. د رد شویو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې ترکیې او یا هم نورو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

بشیر وایي: «یاغیان موږ کافران او یا هم جاسوسان بولي.»

په پارلمان کې د کاپیسا استازی حاجي میرداد مجرابي، دغه ستونزې تاییدوي او وايي: «نزدي ټول ژباړونکي اړ شول چې له خپلو کورنیو سره ولایتونه پریږدي او په کابل او یا هم ښارونو کې ژوند وکړي. هغوی په دې نویو ځایونو کې بې کاره دي. په ښارونو کې یې ژوند ډیر سخت وي.

د روان کال په اکتوبر میاشت کې د فرانسې تر ټولو لوړې محکمې وموندله چې له افغانستان څخه د ژباړونکو د لیږد په برخه کې یو څه ناسم او خراب مدیریت شوی دی. د زین الله وکیله هم وایي چې دی له دوو کلونو راهیسې فرانسې ته د تلو غوښتنې د ځواب ترلاسه کولو په تمه دی.