په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو احتمالي جنګي جنایتونه
۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبهد «استرالیا د نشراتو شرکت» په جولای کې د یوه افغان هلک د وژلو پیښې د پټولو او همداراز د دفاعي ځواکونو د سلهاو اسنادو د بربنډیدو په اړه رپوټ ورکړ. په دغو اسنادو کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د پټو عملیاتو په اړه معلومات راغلي وو.
د جمعې په ورځ د استرالیا د دفاعي ځواک عمومي پلټونکي یوه بیانیه خپره کړه چې په راغلي دي، چې دغه اداره د هغو «آوازو په اړه څیړنې کوي چې په کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په واسلوالو شخړو کې د قوانینو د ترپښو لاندې کیدو» ادعا شوې ده.
په بیانیه کې زیاته شوې: «څیړونکي به د هر هغه کس هرکلی وکړي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له خوا د وسلوالو شخړو د قوانینو د تر پښو لاندې کیدو او آوازو په اړه یې معلومات ولري. دغه کسان دې له څیړونکي سره اړیکه ونیسي.»
استرالیا د ناټو غړی هیواد نه دی خو له دې کبله چې د امریکا متحد بلل کیږي نو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري. دغه هیواد د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د لا ډیر وخت له پاره پاتې کیدو ژمنه وکړه او ویې ویل چې دې هیواد ته به ۳۰ اضافي سرتیري واستوي. له دې سره نو په افغانستان کې د استرالي ځواکونو شمیر ۳۰۰ تنو ته ورسید.