1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اته میلیونه وگړي کار ته اړتیا لري

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د کار د سازمان یو تازه رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د بېکارۍ ستونزه د هرې ورځې په تیریدو سره لا ډیره جدي کیږي.

https://p.dw.com/p/158F8
انځور: AP

د ملگرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې اوس په افغانستان کې اته میلیونه افغان وګړي کار ته اړتیا لري. د رپوټ په حواله له دې ډلې څخه څلور میلیونه ئې د ځان له پاره په کافي اندازه کار نه شي پیدا کولای.

راپور کاږي چې د افغانستان په هکله د توکیو په راتلونکي کنفرانس کې باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو کره کتنه وکړي او په دې هیواد کې کار موندنې ته ډیر پام واړوي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د کار نړېوال سازمان استازي هروي بغژي، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د اوږد مهالو کاري زمینو د رامنځ ته کولو له پاره کافي گامونه نه دي اخیستل شوي:

«په حقیقت کې موږ لس کاله وروسته د ۲۰۱۱ میلادي کال په نوامبر کې په افغانستان کې د کاري وضعیت په اړه څېړنې پیل کړې چې نن ئې پایلې له تاسو سره شریکوو. په دې راپور کې د افغانستان اړتیاووته اشاره شوې ده.»

بغژي اندیښنه وښوده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د بېکارۍ ستونزه نوره هم زیاته شي، ځکه د هغه په وینا هغه بنسټونه او ټولنې چې د بهرنیانو له خوا تمویلیږي تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل کارونه یا خو په ټپه دروي او یا ئې ډیر کموي.

د ملګروملتونو د کار سازمان په راپور کې هم وړاند وینه شوې ده چې له ۲۰۱۵ کال وروسته به هر کال د کار ساحې ته څلور زره ځوانان داخلیږي. په راپور کې په افغانستان کې د کار او بيکارۍ په برخو کې د دقېقو ارقامو نه شتون ستره چلنج بلل شوی دئ .

په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د بيکارۍ له ستونزې څخه تر هر چا زیات کډوال او په هېواد کې دننه بي ځایه شوي کسان کړیږي.

په همدې حال کې د کابل په ښار کې یو شمېر ځوانانو هم له دویچه ویله سره په خبرو کې په افغانستان کې بېکاري تر ټولو ستره ستونزه وبلله. د کابل ښار یو اوسیدونکی چې نوید نومیږي وایی چې ډیر داسي ځوانان چې لوړې زده کړې ئې هم بشپړې کړې دي اوس په افغانستان کې بیکاره دي.

افغان حکومت که له یوې خوا په افغانستان کې د بيکارۍ ستونزې مني خو وايي چې د دې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې ئې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس محمد سلیم مستور، وايي چې په افغانستان کې د بیکارۍ د ستونزې د له منځه وړلو له پاره باید خصوصي سکتور هم د دولت تر څنگ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي:

«له دې حقېقت څخه موږ سترگې نه پټوو. خو په افغانستان کې د کار موندنې د یوه هر اړخیزه بهیر له پاره باید خلک، خصوصي سکتور او دولتي ادارې په گډه هلې ځلې وکړي.»

ښاغلي مستور وویل چې افغان دولت به په راتلونکو درو کلونو کې له سلو زرو څخه زیاتو کسانو ته د کاري مهارتونو روزنه ورکړي. هغه زیاته کړه چې همدا راز به ډیر کسان په نزدې راتلونکې کې د کار له پاره بهرنیو هیوادونو ته واستول شي.

محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش