1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۲۹ کسان وژل سوي دي

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

افغان چارواکو د نښتو په ترڅ کی د ۲۶ تنو پولیسو د وژل کیدو او شپږو تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی. د جلال آباد په یوه هوټل کي چاودني درې تنه قومي مشران وژلي او دوه تنه نور یی ټپیان کړي . همدارنگه ۱۳ طالبان هم وژل سوي

https://p.dw.com/p/2szE5
Afgahnistan Selbstmordanschlag in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

په فراه کي د پولیسو پر دوو پوستو باندي د برید په نتیجه کي ۱۶ پولیس وژل سوي دي. د فراه د ولایتي شورا مشر فریدالله بختور او ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چي نن سهار وختي په بالابلوک ولسوالۍ کي نښتې پیل سوې چي څو ساعته یې دوام وکړ.

بختور زیاتوي چي په عین وخت کي ددغه ولایت د مرکز پر یوې پوستې باندي د برید په نتیجه کي پنځو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور لادرکه سوي دي.

د فراه د والي ویاند محمدناصر بیا ویلي دي چي د درو بریدونو په نتیجه کي لږترلږه اته تنه پولیس وژل سوي دي. افغان حکومتي ویاندان تل هڅه کوي چي عام محضر ته د قربانیانو شمیر کم وښيي.

د رسمی معلوماتو له مخي تیره شپه لا په هلمند کي لږ تر لږه پنځه تنه پولیس ووژل سول او شپږ تنه نور هغه وخت ټپیان سول چي طالبانو د نادعلي ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې یرغل وکړ. ددغو ټولو بریدونو مسئولیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

بله خوا بیا د جلال آباد ښار د يوه هوټل د استوگني په يوه خونه کې د بمي چاودني په نتيجه درې تنه قومي مشران وژل سوي دي.

په تیرو اونیو کي په دغه ښار کي د داعش ډلي له خوا پر ملکي کسانو ډیر بریدونه ترسره سوي دي. د ننگرهار د والي د وياند عطاء الله خوږياڼي په خبره ددغو بریدونو علت تر اوسه معلوم نه دی.