1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کي يوې بلي ولسوالۍ هم سقوط وکړ

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس د دغه ولايت د يوې وسلوالۍ د سقوط خبره کړې ده. خو د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بیا وايي چي پر ولسوالي اوس هم جنگ روان دئ. دا په وروستيو درو ورځو کي دريمه ولسوالي ده چي سقوط کوي.

https://p.dw.com/p/2h5ae
Taliban Afghanistan
انځور له ارشیف څخهانځور: Imago

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس سردار خان ملنگ زوی، د جرمني خبري آژانس «dpa» ته ويلي دي چي د دغه ولايت جاني خيل ولسوالي تر څو ساعته سختي جگړې وروسته د سه شنبې په ورځ سهار د وسله والو طالبانو په کنترول کي راغلې ده.

ملنگ زوی ويلي دي چي ياغيانو د دوشنبې په ورځ د يادي ولسوالۍ پر امنيتي پوستو باندي له څو اړخونو يرغل پيل کړ او بريالي سول چي د ولسوالۍ مرکز ونيسي.

هغه وويل: «طالبانو د ولسوال دفتر، د پوليسو قرارگاه او کلينيک سوځولي دي. د شورا د رئيس په خبره دواړو اړخونو ته درانه تلفات اوښتي دي.»

خو د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم، ويلي دي چي امنيتي ځواکونه اوس هم د جان خيل ولسوالۍ په مرکز کي له وسله والو طالبانو سره په جگړه بوخت دي.

تبسم وويل: «د ولسوالۍ مرکز اوس هم د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کي دئ. خو سخته جگړه روانه ده او دا ويره سته چي د ولسوالۍ مرکز سقوط وکړي.»

بله خوا بيا د طالبانو وياند هم ادعا کړې ده چي د يادي ولسوالۍ مرکز ئې نيولی دئ او افغان امنيتي ځواکونو ته ئې سخته مرگ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو په دې وروستيو وروځو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو، لکه کندز، بغلان، بدخشان، فارياب، غور، هلمند او کندهار کي پر ځينو ولسواليو باندي خپلو بريدونو ته زور ورکړی دئ.

وسله والو طالبانو په تيرو درو ورځو کي په غور کي تيوره ولسوالي او په فارياب کي کوهستانات ولسوالي هم نيولې ده.