1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي يوه پياوړې حرفوي قاچاقبره شبکه سته»

۱۳۹۴ آبان ۱۲, سه‌شنبه

آلمان ته د پناه غوښتني په موخه تر سوريې وروسته افغانان ډېر مهاجر سوي دي. د آلمان د بهرنيو استخباراتو اداره (BND) وايي چي د دې دليل په افغانستان کي د قاچاقبرانو د يوې پياوړي شبکې شتون دئ.

https://p.dw.com/p/1Gyhd
Afghanistan Kabul Passstelle Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Bandari

د آلمان د بهرنيو استخباراتو ادارې له افغانستانه د پناه وروړونکو بهيرته په کتو سره په افغانستان کي له يوې نړۍ والي قاچاقبري شبکې څخه اخطار ورکړی دئ.

د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخي د دغه هيواد د بهرنيو استخباراتو ادارې مشر گيرهارد شيندلر، په برلين کي د استخبارتو په يوه پټه غونډه کي ويلي دي چي، د دوی د معلوماتو له مخي «په افغانستان کي د قاچاقبرانو يوه ډېره ستره حرفوي شبکه فعاله ده چي فعاليت ئې له ترکيې تر يونان، ايتاليا او فرانسې پوري رسيږي.»

«تروريستي ډلو گته کړې»

شيندلر ويلي دي: «افغانستان د يوې لويي کندي پر څنډه پروت دئ.» هغه زياته کړې ده: «سياسي وضعيت پر خرابېدو دئ، اقتصاد پر چپه کېدو دئ او طالبان بيرته پر راگرځېدو دي.»

شيندلر ويلي دي چي په ټولو اوسنيو کړکېچ ځپلو سيمو لکه سوريه، عراق، ليبيا، يمن او سوماليا کي «قبيلې، ملېشې او تروريستي ډلي له هر ساعته گټه اخلي.»

د افغانستان اوسني څپڅانده امنيتي وضعيت ته په کتو سره د آلمان حکومت هم له امریکا متحد ايالات او نور شريک هيوادونه غواړي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت نور هم وغځوي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير تيره اونۍ اعلان وکړ چي هيواد به ئې د ډېرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه رد کړي. ديميزير وويل چي «د ډېرو افغان مهاجرو منل د زغملو نه دي.»

هغه په خپلو خبرو کي وويل چي ټول افغانان بايد د دې تمه ونه لري چي دلته پاته سي. «او نه هم هغه کسان چي ډېر ئې انتظار کړی دئ.» هغه ويلي ول چي د آلمان عسکر او پوليس کوښښ کوي چي په افغانستان کي امن راولي: «موږ تمه لرو چي افغانان په خپل هيواد کي پاته سي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب