1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ورځ تر بلي د معلولينو شمير زياتيږي

۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبه

د چارواکو په خبره له يو ميليون څخه زيات معلول او معيوب کسان په افغانستان کي اوسيږي چي زياترو يي د جنګونو په ترڅ کي د خپل ځان يو يا څوغړي له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/Qqa7
د دغو کسان يو شمير يې چي نومونه يي د معلولينو او معيوبينو له وزارت سره راجستر دي په کال کي کابو شپږ زره افغاني معاش لري.
د دغو کسان يو شمير يې چي نومونه يي د معلولينو او معيوبينو له وزارت سره راجستر دي په کال کي کابو شپږ زره افغاني معاش لري.انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

افغانستان چي تېرو څو لسيزو جنګ جګړو سخت ځپلى او د همدغه جګړو پرمهال ددې هيواد په مختليفو سيمو،غرنو، دښتو او عامه ځايونو کي پخواني چاوديدونکي توکي پاتي دي.

همدې ناچاودو توکو په تېرو څو کالونو کي د ډېرو ملکي افغانانو ژوند واخېست او لا هم د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دى.

د جګړو پرمهال د پاته سوو ماينونو د له منځه وړلو لپاره دا وخت د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ماين پاکۍ په نوم ځيني خيريه موسيسې کار کوي. ترڅو پر پخوانيو چاوديدونکو توکو او ماينو ککړي سيمي پاکي کړي او خلک پکښي سوکاله ژوند وکړي.

د دغو کسان يو شمير يې چي نومونه يي د معلولينو او معيوبينو له وزارت سره راجستر دي په کال کي کابو شپږ زره افغاني معاش لري.

د هغوی ډيری دغه پيسي هم نه اخلي ځکه چي دغه پيسې د دوی د اقتصادي ستونزو يوه برخه هم نه حلوي.

د لوګر ولايت يو اوسيدونکی عبدالرحمن هم د همدغه کسانو له جملې څخه دی، دی چي کابو پنځه ويشت کاله وړاندي د کورنيو جنګونو پر مهال يي خپلي دوې پښي له لاسه ورکړي دي، اوس ماشومانو ته د قران کريم زده کړي ورکوي.

عبدالرحمن پښتو نسي ويلای او په دري هم نه غواړي مرکه وکړي او وايي د مرکې جرات نه لري. دی کله کله سندري هم وايي او ځيني شعرونه له ځانه سره زمزمه کوي.

د لوګر ولايت يو شمير اوسيدونکي د عبدالرحمن مورال او روحيه ستايي او د نورو معلولينو او معيوبينو څخه هم غواړي چي د عبدالرحمن په شان ژوند وکړي.

يو شمير نور هم له دولت څخه غواړي چي، دغو کسانو ته د ښه ژوند اسانتياوي رامنځ ته کړي.

د چارواکي په خبره همدا اوس هره ورځ يو زيات شمير کسان د ناامنيو او چاودنو له امله معيوبه کيږي، د کارپوهانو په خبره په تيرو څلويښتو کلونو کي ، دغه کسان تل له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او شکايت کوي.

خودولت په دې ندی توانيدلي چي هغوی ته حتي د ژوند لومړني اړتياوي ور پوره کړي.

احمد فرهاد/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل