په افغانستان کي لومړی اپوزيسيون جوړ سو
۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعهعبدالرب رسول سیاف چې د دغه اپوزيسيون مشري پر غاړه لري وویل چې «د افغانستان د ساتنې او ثبات شورا» د «دولت ضد سازمان نه دی» خو د حکومت په کړو وړو کې «د اساسي اصلاحاتو غوښتونکې» دي.
کله چې د ملی یووالي حکومت په خپل کار پیل وکړ، نو د ډیرو اصلاحاتو او اقتصادي ودې ژمنې یې وکړې، خو تر اوسه پورې د اصلاحاتو او اقتصاد په برخو کې پاته راغلي دي.
د پتتاګون په وروستي رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو تیر کال په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ. رپوټ زیاته کړې ده چې په همدې موده کې د اسلامي دولت جنګیالي هم توانیدلي دي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې خپل حضور وښيي.
رسمي شمیرې ښيي چې اوس په افغانستان کې ۲۴ سلنه کسان بیکاره دي، خو د بېکاري کچه د افغان ځوانانو په منځ کې تر دې هم ډېره ده چې یو شمیر یې له همدې کبله له یاغیانو سره یوځای کیږي.
د دغه اپوزيسيون نوم «د افغانستان د ساتني او ثبات شورا» دی، چې په تیرو ۱۴ کلونو کې جوړيږي. سیاف وویل چې د شورا لومړۍ غوښتنه ټاکنیز اصلاحات دي.
تیر کال تر جمهوري رياست انتخاباتو وروسته مخکښ کانديدان د انتخاباتو د پایلو منلو ته حاضر نه شول او پر ځای ئې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله، د ملي یووالي حکومت جوړ شو.
سیاف پر حکومت باندي غږ وکړ چې د یاغیانو پر ضد جګړه کې مجاهدین له ځان سره يوځای کړي. هغه وویل: «ډیر کسان وایي چې مجاهدین په حکومت کې ډیر قدرت او مقام غواړي. خو موږ د خلکو اندیښنې بیانوو.»
د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وویل چې دغه ډله به د ځوانانو او ښځو ملاتړ تر لاسه نه کړي، ځکه د هغه په خبره په دې ډله کې ډېر شامل کسان افراطي مذهبي عقاید لري او یا هم د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو تورن دي.
کوهستاني وویل: «هغوی اوس د اصلاحاتو خبري کوي خو هیڅ به هم ترلاسه نه کړي. د هغوی ډېر کسان په تیر حکومت کې شامل ول خو هیڅ یې هم ترلاسه نه کړي.»