1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د کوکنارو کښت ډېر سوی دی

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آبان ۲۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د جرمنو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۱۳ کال څېړنه ښيي چي په افغانستان کي د کوکنارو په کښت کي ۳۶ سلنه زياتوالی راغلی دی. په څېړنه کي راغلي دي چي پر ۲۰۹ زره هکټاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AGOx
انځور: picture alliance/AP Photo

ملګرو ملتونو ويلي دي چي په افغانستان کي د کوکنارو د کښت زياتوالی د دغه هيواد امنيت، روغتيا او بيا رغاوني ته ستر ګواښ دی. دغي ادارې ټينګار کړی دی چي په افغانستان کي د کوکنارو کښت و له منځه وړلو ته بايد جدي پاملرنه وسي.

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت سرپرست وزير دين محمد مبارز راشدي، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۱۳/۱۳۹۲ کال د عقرب ۲۳) د ملګرو ملتونو د مخدره موادو ادارې له مسولانو سره په يوه ګډه خبري غونډه کي وويل: «د کوکنار کښت د زياتوالي تر ټولو اصلي عامل په هغو ولايتونو کي چي کرل کيږي نه امنيت دی. د دغه کښت د له منځه وړلو هوډ سوی وو، خو ځني تخنيکي ستونزي يې خنډ ګړځېدلي دي.»

د ملګرو ملتونو د سروې له مخي په ۲۰۱۳ کال کي په دغه هيواد کي پر ۲۰۹ زره هکټاره مځکه باندي کوکنارو کرل سوي دي په داسي حال کي چي په ۲۰۱۲ کال کي پر ۱۹۳ زره هکټاره مځکه باندي کرل سوي ول.

د دغي ادرې شمېرې ښيی چي روان کال په افغانستان کي ۵۵۰۰ ټنه تارياک توليد سوي دي، په ۲۰۰۷ کال کي ۷۴۰۰ ټنه تارياک توليد سوي ول. ملګرو ملتونو ويلي دي چي د ترياکو د تولید کچه، سږ کال ځکه لږ سوې ده چي اقليمي ستونزي موجود وې.

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت سرپرست وزير وويل چي په هیواد کي د مخدره موادو د کښت د کچي د راکښته کولو له پاره پلانونه لري: «هغه پلانونه چي موږ يې د مخدره موادو د کښت د له منځه وړلو له پاره لرو باور لرو چي ډېر ژر به د کوکنارو د کښت ګراف را کښته کړو.»

دا په داسي حال کي ده چي افغانستان تقريباً په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کي ژمنه کړې ده چي له مخدره موادو سره به جدي مبارزه کوي. خو بيا هم په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت مخ پر زياتېدو دی.

پوليس ناتوانه دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې معينيت وايي چي په بشپړه توګه د کوکنارو کښت د له منځه وړلو له پاره کافي ځواک وجود نه لري.

د دغي ادرې معين باز محمد احمدي، په دغه خبري غونډه کي وويل: «له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړی ځواک په ولايتونو کي د خراب امنيت، طالبانو، تروريستان او مافيايي کړيو له لاسه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو توان نه لري. هغه ضرفيت چي وکولای سو مخدره مواد محو کړو، اعتراف کوو چي وجود نه لري.»

د کورنيو چارو وزارت دغه مقام خبرداری ورکړ چي په راتلونکي کال کي کیدای سي چي له مخدره موادو سره د مبارزې له پوليسو سره ملاتړ لږ سي، ځکه نو دغه ځواک جدي ملاتړ ته اړتيا لري.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې مسوول جان لوک لومايو، په دغه غونډه کي وويل چي له مخدره موادو سره مبارزه يوازي د افغان حکومت دنده نه ده. هغه وويل، لکه څرنګه چي د دغو موادو څخه په ميلياردونو ډالره د نړۍ د مافيايي ګړيو لاس ته ورځي، نو نړۍ هم د کوکنارو کښت په له منځه وړلو کي باید مسووليت پرغاړه واخلي.