1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي په نشو اخته کسانو شمېر درې ميليونو ته رسېدلی

حسين سيرت/نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

يوه نوې څېړنه ښيي چي د افغانستان د نفوس په سلو کي ۱۳ په نشو اخته سوي دي. څېړونکي وايي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو کارول په نړۍ کي ساری نه لري.

https://p.dw.com/p/1FOfI
انځور: DW/H. Sirat

دغه څېړنه په افغانستان کي د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې او قانون پلي کولو ادارې او د افغانستان د عامي روغتيا او مخدرو موادو سره د مبارزې وزارتونو په همکارۍ سوې ده.

د افغانستان د روغتيا وزارت له خوا خپرې سوي شمېرې ښيي چي په دغه هيواد کي درې ميليونه انسانان مخدر مواد کاروي او ۱،۶ ميليونه کسان په نشو اخته دي.

دغه څېړنه ښيي چي د افغانستان د کليوالي خلکو په سلو کي ۱۳ او ښاري خلکو په سلو کي پنځه ئې نشه يي مواد کاروي.

په دغه څېړنه کي د افغانستان د ۲۴ ولايتونو اوسېدونکي پوښتل سوي دي. په دغه څېړنه کي د دې له پاره چي د نشه يي موادو استعمالوونکي وپېژندل سي د خولې اوبه ئې ازمويل سوي دي.

د دغي څېړني پايلي چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۲) په کابل کي خپرې سوي دي، ښيي چي په افغانستان کي په دې وروستيو کلونو کي د په نشو اخته کسانو شمېر بېخي ډېر سوی دئ.

په ۲۰۰۵م کال کي په افغانستان کي د په نشو اخته کسانو شمېر ۹۲۰زرو کسانو ته رسېدی. دغه شمېر په ۲۰۰۹م کال تر يو ميليون زيات سو او اوس دا دی د دغي څېړني له مخي په ۲۰۱۴م کال کي ئې شمېر تر درو ميليونو اوړي.

په نړيواله کچه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې او قانون پلي کولو ادارې رئيس ويليام بروند فيلد په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي د په نشو اخته کسان ډېره برخه هيروين کاروي. د هغه په خبره په دغه شمېر کي ډېر کوچنيان هم سته چي نشه يي مواد کاروي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي تر يو ميليون زيات کوچنيان يا په نشو اخته دي يا ئې د درملو په شان استعمالوي.

په افغانستان کي د په نشو اخته کېدو يو علت بې کاري او بل په ليري پرتو سيمو کي فقر ښوول سوی دئ.

اوس په افغانستان کي د په نشو اخته کسانو د درملني له پاره نزدې ۲۵۰۰ بستره سته چي د په نشو اخته کسانو د شمېر په کمښت کي ئې هيڅ مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د عامي ورغتيا وزارت ويلي دي چي په لومړی قدم کي بايد د نشه يي موادو د استعمال مخه ونيول سي او د دې له پاره نوي ستراتيژۍ جوړي سي.

په کابل کي تر يوه پل لاندي په نشو اخته کسان
په کابل کي تر يوه پل لاندي په نشو اخته کسانانځور: DW/Hossain Sirat