1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د نوی ماموريت غوښتنه

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه

ناټو ويلي دي چي که په افغانستان کي د دغه تړون د نوی ماموريت له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه له ځانه سره ولري ډيره به گټوره وي.

https://p.dw.com/p/16PqS
انځور: Reuters

ناټو په دې باور ده چي که تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د نوي «غير پوځي» ماموريت د پليدو له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه له ځانه سره ولري، نو دا به د دغه تړون د نوي ماموريت له پاره ډيره گټمنه وي.

خو د دې غوښتني قانوني لار دا ده، چي د افغانستان حکومت او د شمالي اتلانتيک شورا خپلواکه پريکړه په گډه غوښتنه وکړي.

په بروکسل کي د ناټو له مرکزي دفتر څخه يوې سرچينې د نوم د نه اخيستلو په شرط «انترفکس» خبري اژانس ته ويلي دي:«په افغانستان کي د ناټو د نوي ماموريت له پاره چي په پلان کي دئ تر ۲۰۱۴ کال وروسته پيل سي، دا به ډيره گټوره وي چي د دغه ماموريت د ملاتړ له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه له ځانه سره ولري.»

هغې دا ونه ويل، چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه د دې ماموريت د پيلېدو له پاره حتمي ده او که يا دا يوه غوښتنه ده:

«بې شکه، چي د ناټو تړون غړي هيوادونه په خپلواکه توگه پخپل منځ کي پريکړه کوي. خو د دغه سازمان ټول پوځي عمليات د ملگرو ملتونو د منشور له مخي تر سره کيږي.»

هغې زياته کړې ده، چي د افغان امنيتي ځواک د روزني او د هغوی د ملاتړ ماموريت د دغه هيواد د حکومت په غوښتنه تر سره کيږي.

د هغې په خبره بې شکه، چي د ناټو په دې ماموريت کي د نړيوالي ټولني گټي په ځانگړې توگه د روسيې گټي نغښتي دي، چي يو باثباته افغانستان غواړي.

د ناټو تړون غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د تيري چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۰) په بروکسل کي پريکړه وکړه، چي په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي «غير پوځي» ماموريت د پيلېدو پلان جوړ کړي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي، او د دغه هيواد امنيتي مسئوليت پخپله افغان امنيتي ځواک پر غاړه واخلي.

خو د پوځي چارو د کارپورهانو په نظر افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري د دې جوگه نه دئ، چي د خپل هيواد امنيتي چارو ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

په بروکسل کي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو تر غونډي وروسته د المان د دفاع وزير توماس ديميزير خبريالانو ته وويل، برلين په دې نظر دئ چي د دې ماموريت د پيلېدو شرط د افغان دولت غوښتنه ده. په دې معنی چي د دې ماموريت غوښتنه بايد افغان حکومت وکړي.

د ناټو چارواکي چي نوم ئې پټ ساتل سوی دئ ويلي دي«او موږ غواړو چي د دې ماموريت له پاره د ملگرو ملتونو پريکړه هم له ځانه سره ولرو.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی