1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د سوريې جنگ ته څوک، څوک جذبوي؟

دويچه ويله فارسي۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعه

د بريتانيا «گارډین» ورځپاڼي رپوټ ورکړی چې ایران په افغانستان کې شیعه ځوانان سورې ته د استولو له پاره جذبوي. د رپوټ له مخې افغان ځوانان د «ښه ژوند» په هیله او یا هم «د شهادت په بدل کې خپلو کورنیو ته امتیازونو ترلاسه کوي».

https://p.dw.com/p/1JHOR
Iran, Fatemion Einheit
انځور: MEHR

په کابل کې د «گارډین» ورځپاڼي خبریالي زهرا نادر، له یوه داسي چا سره چې وايي د «مسافرتي خدماتو وړاندي کوونکی» دی او له ایران سفارت سره یې افغان ځوانان معرفي کړي او همداشان له هغو شیعه مسلمانو افغانانو سره خبري کړي دي چې په سوریه کې جنگیدلي دي.

هغې په خپل رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی دی، دا روښانه کړې ده چې څه ډول د افغان ځوانانو یوه ډله چې په خپل هیواد کې روښانه راتلونکې نه ویني هغه امتیازونه یې جذبوي چې د ایران دولت یې په سوریه کې د جگړې له پاره ورکوي. زیاته شوې ده چې د دغو ځوانانو یوه برخه د مذهبي انگیزې او د سوریې په خاوره کې د شیعه مسلمانانو د د زیارتونو د دفاع له پاره دغه هیواد ته ورځي.

د جواد په نوم کس چې خپل ځان د «مسافرتي خدماتو د وړاندي کوونکي» په توگه معرفي کوي گارډین ورځپاڼي ته ویلي دي چې په افغانستان کې یې د ایران سفارت ته افغان شیعه ځوانان ورمعرفي کړي دي. د هغه په خبره د ایران سفارت دغو ځوانانو ته ویزه ورکړې او سوریې ته یې د هغو د سفر اقدامات برابر کړي دي.

جواد د هر کس د معرفي کولو پر سر کمیشن اخیستی دی. هغه ویلي دي چې د سپاه پاسداران ایران او «لشکر فاطمیون» سره یې یو کال همکاري لرله. د جواد په خبره زیاتره کسان چې په سوریه کې جگړې ته حاضریږي انگیزې ئې پیسې دي او یو ځيني يې بیا د شیعه مسلمانانو له زیارتونو څخه د دفاع په خاطر دغه کار کوي.

د رپوټ له مخې په داسې حال کې چې افغانستان په رسمي توگه د سوریې په کورنۍ جگړه کې کوم نقش نه لري خو د «داوطلبو» افغانانو لښکر د سوریې په خاوره کې حضور لري او د بشارالاسد ملاتړ کوي. لشکر فاطمیون د ایران له «سپاه قدس» سره تړلی دی چې د افغانستان له شیعه مسلمانانو جوړ دی.

د «دفاع مقدس» په نوم خبري آژانس چې د ایران له پوځ سره تړلی دی څه موده وړاندې خبر ورکړی دي چې لشکر فاطمیون «د افغانستان د نظامي وگړو څخه جوړ شوی واحد دی چې د دمشق په جنوب کې د حضرت زینب حرم ساتي.»

د بشري حقونو سازمان تیر کال رپوټ ورکړ، چې ایران د افغان مهاجرو په تهدیدولو سره سورې ته استوي.

خو د ایران اسلامي جمهوریت سوریې ته د افغانانو د استولو له پاره هر ډول «تطمیع یا اجبار» ردوي.

خو د گارډین رپوټ ښيي چې ایران څرنگه د یوه اوږد سفر چې ښایي بیرته راتگ هم و نه لري د افغان ځواک په جذبولو کې نقش لري. د رپوټ له مخې ایران هغه شیعه مسلمانانو ته چې په سوریه کې جگړې کولو ته حاضر دي د میاشتې ۵۰۰ ډالر او هغوی ته په ایران کې د اقامات اجازه ورکوي.

جواد چې څو وارې یې په کابل کې د گارډین له خبریالي سره لیدلي د ورستي ملاقات څخه تر مخه د سوریې پر لور روان وو، څو د ۱۲ افغانانو د آزادیدو له پاره تلاش وکړي چې دمشق ته څیرمه تښتول شوي دي. هغه سوریې ته د دغو کسانو په استولو کې واسطه وو او د هغوی کورنیو له دغه څخه غوښتي دي چې د دغو کسانو د امنیت تأمیندو او بیرته راگرځیدو له پاره هڅه وکړي.

هغه له سوریې څخه تر راگرځیدو یوه میاشت وروسته د افغانانو د آزادیدو له پاره د خبرو اترو د انځورونو په ښوولو سره د گارډین خبریالې ته ویلي دي چې ایران له افغانانو د انساني سپر په توگه کار اخلي او هغه اوس پر دې پیښمانه دی چې سوریې ته یې د هغوی په استولو کې نقش لاره. البته جواد ۴۸ ساعته د افغانستان له استخباراتي ادارې سره وو او ورته ویلي يې ول چې پر يوه بل هیواد باندي د خپلو وروڼو له خرڅولو څخه لاس واخلي.

گارډین ورځپاڼي لیکلي دي چې جواد یوازنی کس نه دی چې سوریې ته د افغانانو په استولو کې نقش لري. دا چې په سوریه کې څومره افغانان جنگیږي شمیر یې معلوم نه دی. د ایران ځینې رسنۍ د فاطمیون لشکر ته په اشارې سره د دغو کسانو شمیر ۲۰ زره تنه يادوي.

د محسن په نوم کس له گارډین ورځپاڼي سره په خبرو کې خپل ځان «د باطل پر ضد پر حق جنگیدونکی» بللی. هغه حلب ته څیرمه په یوه جگړه کې برخه اخیستې او ویلي دي چې خدای ورسره مل وو. دغه ځوان ټینگار کړی: «زما هدف له بې گناه شیعه گانو څخه دفاع ده. داعشیان پر هیچا رحم نه کوي او له ماشومه تر زړو ټول وژني.»

هغه چې له تهران څخه سوریې ته تللی وو د حلب په جگړه کې یې د خپل حضور انځورونه د گارډین خبریيال ته ښوولي دي او ویلي یې دي چې درې وارې ټپي شوی دی. محسن ویلي: «ما کومه تیروتنه نه ده کړې. سپېڅلي زیارتونه په موږ پوري اړه لري. موږ ئې د دفاع له پاره سوریې ته ځو.»

د ۲۰۱۳م کال له سپتمبر مياشتي راهیسې تر اوسه ۳۳۴ تنه افغانان په سوریه کې وژل شوي دي. د ایران مجلس آن څه موده وړاندې یو قانون تصویب کړ چې د ایران دولت ته اجازه ورکوي چې د هغو افغانانو کورنیو ته د ایران تابعیت ورکړي چې په سوریه کې وژل شوي دي. د دغه قانون پر تصویب د افغانستان پارلمان سختي نیوکي وکړې او ایران ئې د افغانستان له ناسم وضعیت څخه په گټي اخیستني تورن کړ.

د یونس په نوم یو تن چې د کابل پوهنتون څخه فارغ دی او بې روزگاره دی د گاډرین خبریالي ته ویلي دي چې شل تنه پیژني چې له ایران څخه سوریې ته تللي دي چې له ډلې څخه یې د ده درې خپلوان وژل شوي دي.

د یونس په خبره هغوی ټول یا معتاد ول او یا یې کورنۍ ستونزي درلودې. هغه زیاته کړې: «هغوی یا وژل کیږي او په دې ترتیب شهید پیژندل کیږي او یا په ایران کې د حقونو او اقامې په ترلاسه کولو سره ښه ژوند تر لاسه کوي.»