1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي جګي تجريبې د ګرجستان د ستونزو د حل دپاره ګټوري دي

۱۳۸۹ شهریور ۲۲, دوشنبه

د گورجستان جمهورريس ميخايل ساکاښويلي په دې عقېده دی چي په افغانستان کي گرجي پوځ داسي تجريبې په لاس راوړای سي چي په کورنيو ستونزي کي به يې ډيري په درد وخوري.

https://p.dw.com/p/PB4Y
د گرجستان جمهورريس ميخايل ساکاښويلي
د گرجستان جمهورريس ميخايل ساکاښويليانځور: AP

هغه په نن په يوه غونډه کي ويلي دي چي په افغانستان کي زموږ پوځي ماموريت د پوځ دپاره ډير گټور دی.

« په افغانستان کي زموږ د پوځ موجوديت په دې خاطر ډير گټور دی چي دا امکان په لاس راکوي چي د نړۍ په ترټولو ښه اردو کي د ادغام په بڼه د ډيرو ښوو سلاو د کارولو زده کړي وکړي.»

د هغه په خبره دا ځکه چي موږ د خاوري د تماميت ستونزي لرو نو زموږ د پوځ د پاره جنگي تجريبې ډيري ضروري دي.

«ددغه ډول جنگي تجريبو د پاره افغانستان يوازنی مکتب دی چي سړی د واقعي جنگ په برخه کي هرڅه زده کړي»

د هغه په خبره گورجستان په ډيرو دلايلو سره نه سي کولای چي د يو قوي اردو د جوړولو څخه ډه ډه وکړي.

څو ورځي وړاندي د گورجستان د حکومت مخالف گوند غوښتنه کړې وه چي د افغانستان څخه د گرجستان عسکر را و ايستل سي.

دوې اونۍ وړاندي په افغانستان کي په يوه بمي چاودنه کي يو گورجی عسکر مړ او يو تن ټپي سوی و.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: محمد قاسم نوري