1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي به مو ماموريت پنځه کاله نور دوام وکړي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد گوند د پوځي چارو کار پوه په نظر آلماني عسکر بايد پنځه کاله نور هم په افغانستان کي پاته سي. هغه دغه خبره مزارشريف ته تر دوه ورځني سفر وروسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HJdS
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

هيننگ اوته، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي «د آلماني ځواکونو بل ماموريت به نژدې پنځه کاله وي.» هغه زياته کړې ده چي په دغه وخت کي بايد افغان امنيتي ځواک نور هم وروزل سي او د هوايي ملاتړ په برخه کي خپل مهارتونه نور هم ښه کړي.

هغه زياته کړې ده چي هغه خبره بايد پر ځای پاته وي چي افغان امنيتي ځواکونه دي تر کلونو بهرنيو مرستو وروسته د خپل هيواد امنيتي مسئوليت پر خپله غاړه واخلي.

اوته، ويلي دي چي اوس د دې وخت نه دئ چي د ځواکونو د راايستلو کومه مشخصه نېټه دي وټاکل سي. هر څه بايد «د افغانستان له وضعيت سره وټاکل سي.» هغه زياته کړه چي د ماموريت د ختمولو وخت ټاکل وښووله چي گټه نه لري.

د آلمان دغه سياستوال د دغه هیواد د دفاع له وزيري اورزولا فون ديرلاين سره مزارشريف ته سفر کړی وو او هلته ئې له آلماني عسکرو سره وليدل.

د آلمان د دفاع وزيري هم هلته ويلي ول چي په افغانستان کي بايد بې له دې چي سړی د ماموريت وخت ته وگوري حضور ولري.

د افغانستان خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره څو ورځي دمخه د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پريکړه وکړه چي د دغه سازمان ماموريت دي پر هماغه قوت يعني ۱۲۰۰۰ عسکرو په لرلو سره په ۲۰۱۶م کال کي هم دوام ومومي.

ټاکل سوې وه چي په ۲۰۱۶م کال به ځيني بهرني ځواکونه د افغانستان له يو شمېر ولايتونو څخه ووځي او ماموريت به تر کابله پوري محدود سي.

آلمان پتېيلې ده چي په ۲۰۱۶م کال کي حتی خپل ماموريت لږ نور هم پياوړی کړي يعني د عسکرو اوسنی شمېر چي ۸۵۰ دی ۹۸۰ ته ډېر کړي. په پلان کي ده چي د دغه ماموريت په اړه به په روانه مياشت کي د آلمان پارلمان بحث وکړي.