1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغان مهاجرو کي د څان وژني هڅي ډيري سوي»

۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبه

د يوې آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخي په بایرن ایالت کي پروسږکال ۱۶۲ مهاجرو د ځان وژني هڅي کړي دي، چي څلور یې مړه سوي هم دي. په دوی کي تر ټولو زیات افغانانو د ځان وژني کوښښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2aYbL
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

دغه خبره د بایرن ایالتي پارلمان د زرغون گوند فراکسیون د یوې پوښتني څخه روښانه سوې او د يکشنبې په ورځ آلمانۍ ورځپاڼي«زیود دویچه څایتونگ» په خپله انټرنيټ پاڼه کي خپره کړې ده.

د مهاجرو سياست په برخه کي د بایرن ایالت د زرغون گوند ویاندي کریستینا کام ويلي دي: «د ځان وژني کوښښونه د تیرو کلونو په پرتله تر درې چنده هم اضافه سوي دي او د بایرن د مهاجرو سیاست د دغه ډول یوه پرمختگ د رامنځته کیدو سبب سوی دی.» د دې په خبره د بایرن ایالت سیاست انسانان له شک او تردید سره مخامخ کړي دي.

د بایرن ایالت د ټولنیزو مسایلو وزارت بيا د زرغون گوند دغه څرگندوني غیر مسؤلانه بللي دي . وزارت یوازي دومره ویلي دي چي د ځان وژني د هڅو ډیریدل امکان لري د مهاجرو د تعداد له ډېرېدو سره اړه ولري.

د يادي ورځپاڼي په حواله د پولیسو په رپوټونو کي د ځان وژني ۶۴ کوښښونه، ناروغۍ، ډیپریشن او رواني تکلیفونه ښوول سوي دي.

په ۸ پيښو کي کورني اختلافات، په ۹ کي مین توب، په ۳ کي اقتصادي مجبوریتونه او په ۲ کي د مخدرو موادو استعمال بیان سوی دی. خو د پولیسو په حواله د ډیرو پيښو سبب معلوم سوی نه دی.

د پام وړ داده چي په خاص ډول بیا افغانانو د ځان وژني ډيري هڅي کړي دي. د کریستینا کام، په حواله په ۲۰۱۶م کال کي ۴۳ افغانانو د ځان وژني کوښښ کړی وو.

 

زموږ له ارشيف څخه: