1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې د داعش رپيدونکي بیرع اندیښنې را پارولي

۱۳۹۶ مهر ۳, دوشنبه

د اسلام آباد پر یوې لوې لارې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې د بیرغونو موجودیت د پاکستان د حکومت هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې وايې داعش په دغه هیواد کې شتون نه لري.

https://p.dw.com/p/2kgMl
Islamischer Staat Logo Flagge Fahne

د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد د یوې مصروفې لارې د یوه پول (اقبال پول) پر سر زړول شوي د داعش پر بیرغ په انګلیسي ژبه یو عبارت لیکل شوی وو چې پښتو ژباړه یې ده«خلافت د راتلو په حال کې دی».

دا چې داعش په پاکستان کې شتون لري او نه په دې هکله په دقیق ډول څه نه شي ویل کیدای، خو یو شمیر کارپوهان وایې چې په دې هیواد کې د داعش هم نظره او ملاتړي هرو مرو شتون لري.

ځوان پاکستاني ژورنالیست اعزاز سید دویچه ویله ته وویل چې د اسلام آباد پر یو پول د دغې سخت دریځې ډلې د بیرغ په هکله لومړی اطلاع د «ډیره اسماعیل خان» سیمې د مدرسې یوه زده کونکی ورکړه چې د کوم کار له پاره له دې لارې تیریده.

اعزاز سید وویل: «مونږ په تیرو وختونو کې ولیدل چې نورو وسله والو ډلو لکه القاعده، لشکر جهنګوي او لشکر طیبه غړي به له اطرافي سیمو څخه راتلل، خو دلته دوه خبرې ډیرې څرګندې دي- یو دا چې داعش د ښاري سیمو ډله ده – دویمه دا چې که د اسلام آباد په څیر ښار کې د داعش یو بیرغ هم ولګول شي، نو د دې اهمیت هم دومره دی چې په یو بل ځای کې د یوه لوی ترهګریز برید له لارې د خلکو پام ځانته را اړولی شي».

اعزاز سید زیاته کړه چې د دې کار هدف په نورو ترهګرو ډلو کې د خپل ځان مطرح کول او د دې خبرې باوري کول چې داعش دلته موجود دی.

په دې اړه پخواني ژورنالیست او کارپوه زاهد حسین له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په اسلام آباد کې د داعش د بیرغونو موجودیت په یقینې ډول د حکومت له پاره د فکر کولو شیبه ده. زاهد حسین وویل چې په دې وروستیو وختونو کې د داعش په نوم فعالیتونه مخ پر ډیریدو دي.

حسین زیاته کړې «په دې لړ کې یو شمیر کسان هم نیول شوي دي، خو سره له دې هم د دې ډلې کوم څرګند موجودیت نه ښکاري. خو د دې فعالیتونه پیل شوي دي او داسې هم ویل کیږي چې د دې ډلې له پاره سربازګیري هم پیل شوی ده». د زاهد حسین په اند حکومت ځنی شیان لیدلي خو سترګي یې پرې پټې کړي چې دا کار هم د روان وضعیت په رامنځته کیدو کې لوی لاس لري».

د حسین په خبره «دری کاله مخکې کله چې داعش د سوریې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې په هغه وخت کې هم د اسلام آباد لال مسحد پورې اړوند حفصه مدرسه کې د داعش د مشر په نوم یو ویډیویې پيغام نیول شوی وو، خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ ډول ګام نه وو پورته کړی».

د ترهګریزو ډلو او مسايلو څیړونکي او ژورنالیست اشتیاق محسود هم په دې اړه له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وویل«د داعشیانو له خوا د پاکستان په پلازمېنه کې د خپل بیرغ د زړولو هدف د پاکستاني رسنیو او خلکو پام ځان ته را اړول وو، چې په دې کار کې بریالي هم شول. ګویا دغه افراطې ډله په پاکستان کې د پښې ټینګولو موقع نه شي ترلاسه کولی، خو دا به د خپلو څو تنو پلویانو په مرسته په وقفه یې شکل سره د خپل شتون احساسولو له پاره له مختلفو حربو څخه هرومرو استفاده وکړي».

د محسود په خبره په افغانستان کې د «اسلامي دولت» خراسان په نوم څانګې بنسټ د «تحریک طالبان پاکستان» څخه جلا شوي قوماندان حافظ سعید خان ایښې وو. حافظ سعید د پاکستان د قبائلي سیمې اورکزئې ایجنسۍ پورې تعلق درلود.

د محسود په خبره د لشکر جهنګوي ډلې هغه غړي چې د پاکستان د پنجاب صوبې پورې تعلق لري هم په لوړ شمیر کې په دې ډله کې موجود دي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: